خبرونهسلايډ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: د دولتي کارکوونکو معاشونه به د مبایل له لارې ورکول کېږي

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو خبر ورکړی چې د ټلیفوني شرکتونو، مرکزي بانک او مالیې وزارت په مرسته د دولتي کارکوونکو معاشونه به له دې وروسته د مبایل له لارې ورکول کېږي. نسرین اوریاخیل د کار او ټولنیزو چارو وزارت وزیرې نن د د مبایل له لارې د معاشونو د ورکولو په غونډه کې وویل چې دغه کار اوسمهال یوازې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له کارکوونکو سره پيل شوی دی چې څلورو میاشتو پورې به یوازې د ازموینې په توگه ترې گټه اخیستل کېږي او له هغې وروسته به د دولت ټول کارکوونکي له دې اسانتیا څخه گټه پورته کوي.

د افغانستان لرو پرتو سیمو خلک خورا ډېرې ستونزې لري او نه شي کولای چې پیسې په ډاډ سره خپلو کورونو کې وساتي. اوسمهال د دولتي کارکوونکو معاشونه په مستقیم او یا هم د بانک له لارې ورکول کېږي چې کارکوونکو د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو په بهیر کې له گڼو ستونزو سره مخ کېږي.

افغانستان کې ۷۵ سلنه خلک د ټلیفون اسانتیاوو ته لاسرسی لري او تمه کېږي چې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان ټولو برخې د ټلیفون تر پوښخ لاندې راشي. له دې کار سره د پیسو د چاپ لگښت او نورې ستونزې چې مرکزي بانک ورسره مخ دی له منځه ولاړې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button