خبرونهسلايډ

هندي چورلکو له پاکستان سره پر پولي بمباري کړې

 

د بي‌بي‌سي فارسي د راپور له مخې د هند د دفاع وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې هندي پوځي چورلکو د پاکستان او هند تر منځ پر پولې بمباري کړې. د هند د دفاع وزارت ویلي چې دوی د دې بمبارۍ له لارې په دې توانېدلي چې پر پولې شته ترهگر له منځه یوسي.

پاکستاني پوځي چارواکو ویلي چې د هند د بمبارۍ له امله دوه تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي او د هند د دې عمل ځواب یې ورکړی دی. د هند د فاع وزارت ویاند رنبیر سنگ ویلي چې له دې بمبارۍ یواځینۍ موخه دا وه چې د پولې پر سر پراته ترهگر چې غواړي هندي ښارونه په نښه کړي له منځه یوسي.

تېره اوونۍ د هند او پاکستان پولې ته نږدې د هند پر پوځیانو ناڅرگندو وسله‌والو برید کړی وو چې له امله یې د هند د پوځ ۱۸ سرتېري په کې وژل شوي وو او هندي چارواکو د پېښې پړه پر پاکستان واچوله. له دې پېښې وروسته د هند او پاکستان تر منځ سیاسي تاوتریخوالی ډېر شوی دی. د هند لومړي وزیر نرندرا مودي په پاکستان کې د جنوبي اسیا د هېوادونو کنفرانس تحریم اعلان کړ.

د پاکستان او هند تر منځ د پولې د وېش پر مهال د وخت برتانوي حکومت د کشمیر سیمه د دواړو تر منځ لانجه‌منه پرېښوده چې تر دې دمه وخت ناوخت د دواړو لورو تر منځ پرې نښتې کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button