افغانستانسلايډ

اووه افغان افسران امريکا کې له روزنيزو کمپونو تښتېدلي

د امريکا دفاع وزارت يا پنټاگون خبر ورکړی دی، چې اووه تنه هغه افغان پوځي افسران چې امريکا ته د پوځي زده‌کړو په موخه تللي وو، له پوځي کمپونو تښتېدلي دي او په دې هېواد کې ورک دي.

د پنټاگون وياند پټريک ال اوانس رسنيو ته ويلي، چې د روانې مياشتې په اوږدو کې اووه تنه افغان پوځي افسران چې امريکا ته د پوځي زده‌کړو په موخه راوستل شوي وو، لا درکه دي.

نوموړی زیاتوي، چې له دې اوو تنو څخه څلور يې د رخصتۍ په ورځو کې او پاتې نور د روانې مياشتې په اوولسمه او اتلسمه پرته له دې چې چا ته خبر ورکړي، له کمپونو تښتېدلي دي.

راپور زياته کړې، چې دغه افسران له جلا جلا پوځي کمپونو تښتېدلي دي، چې دوه تنه د جورجيا له فورټ کمپه، يو د ليټل راکس ارکانساس له پوځي اډې او يو د ويريجينيا له «لي» کمپه تښتېدلي دي، د پاتې درې تنو د ځای په اړه څه نه دي ويل شوي.

معلومه نه ده، چې دغه افغان پوځي افسران په کوم لور تللي دي، خو له دې وړاندې هم امریکا کې دا ډول پېښې رامنځته شوې دي، چې وروسته څرگنده شوې ده، چې دغه افسران امريکا کې د پاتې کېدو لپاره له کمپونو تښتي.

د افغانستان چارواکو لا د دې پېښې په رد يا تاييد کې څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button