افغانستانسلايډ

چارواکي: ترينکوټ لا هم د طالبانو تر کلابندۍ لاندې دی

د روزگان چارواکي د دې ولايت امنيتي وضعيت د تېر په څېر خراب بولي او نيوکه کوي، چې حکومت د امنيت ښه کولو ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې. دوی وايي مرکز ترينکوټ لا هم د طالبانو تر کلابندۍ لاندې دی او وخت ناوخت بريدونه پرې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دفاع وزارت چارواکو په دې وروستيو کې ترينکوټ کې د یوه امنيتي کمربند د جوړولو خبر ورکړی و. دوی ويلي وو، دا کمربند به د طالبانو د بريدونو مخه ونيسي او هغوی به په شا وتنبوي، خو ځايي چارواکي وايي، چې حالت کې هيڅ بدلون نه دی راغلی.

طالبانو دوه اوونۍ وړاندې پر ترينکوټ ښار سخت بريدونه وکړل، چې د دې ښار د سقوط اندېښنې يې ډېرې کړې. خو د چارواکو په وينا د بهرنيو ځواکونو سختو هوايي بريدونو هغوی له سيمې په شا کېدو ته اړ کړل.

ولسي جرگه کې د روزگان استازي عبيد الله بارکزي او د مدني ټولنې ځينو غړو پرون ازادۍ راډيو سره خبرو کې ويلي، چې مرکزي حکومت د ولايت امنيتي وضعيت ته هيڅ پام نه دی کړی.
دوی زياته کړه، چې د ولايت ډېری ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي او امنيتي وضعه کې هيڅ ښه والی نه دی راغلی. څو ورځې وړاندې هم امنيتي ځواکونه اړ شول، چې د جگړو له کبله د گيزاب ولسوالۍ مرکز خوشې کړي او څلور کيلو متره لرې يوې قرارگاه ته په شا شي.

ښاغلي بارکزي او مدني فعالانو گواښ کړی، چې که حکومت جدي اقدام ونه کړي، دلته به ستر ناورين رامنځته شي.
بارکزي وويل: «تر دا مهاله چې زه تاسو ته خبرې کوم، د روزگان امنيتي وضعيت کې هيڅ ښه والی نه دی راغلی، نه کومه ساحه تصفيه شوې او نه عمليات شوي، مرکزي ادارې تر اوسه داسې کار نه دی کړی، چې د روزگان خلک پرې قناعت وکړي».

وړمه ورځ هم مرکز ترينکوټ ته څېرمه د طالبانو بريدونو کې له شلو ډېر امنيتي ځواکونه ووژل شول او نهه تنه ژوندي د هغوی لاس ته ورغلل.
ځايي چارواکي څرگندوي، چې اوس هم ترينکوټ ته څېرمه او ولسواليو کې درنې جگړې روانې دي.

خو د دفاع وزارت چارواکي وايي، چې د امنيتي ځواکونو د تجهيز او اکمال هڅې کوي او کوښښ کېږي، چې د طالبانو د گواښونو مخه ونيول شي. دغه وزارت زياته کړې، چې افغان ځواکونه د روزگان د خلکو د امنيت ساتنې ته ژمن دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button