افغانستانخبرونهسلايډ

هاشمي: د ولسمشر خبرې «تحریف» شوې دي

ولسمشر اشرف غني د جرمني له دویچه وله خبري اژانس سره په مرکه کې هغه افغانان چې له هېواده وځي «لوښي وینځونکي» وګڼل. په دې مرکه کې په عمر پاخه خبریال په سختو پوښتنو ولسمشر تر فشار لاندې راووست. خبریال وویل، چې ولسمشر پخوا جنرال دوستم «مشهور قاتل» ګڼلی و؛ خو اوس یې سیاسي متحد دی.

د ولسمشر وروستۍ مرکې په خواله رسنیو کې پراخې نیوکې راولاړې کړې. د کابل پوهنتون استاد، فیض محمد ځلاند ولیکل: «ډاکتر صیب غني هغه زرګونه (لکونه -میلیونونه) افغانان چې په اروپا ـ غرب کې اوسیږي، ظرف شویان یاد کړل. دا چې هغوی دې که نه ـ دا بهر میشتي افغانان به یې خپله سپیناوی وکړي، خو پوښتنه دا ده چې لوښي پریمنځل شرم دی؟؟ هوټل منجمنټ، د کور پاکوالی، روغتیا او پاک خواړه له ظرف شویې سره نیغه اړیکه نلري؟؟ څه ووایو!».

ډېری هغه افغانان چې په لوېدیزو هېوادونو کې استوګن دي، د ولسمشر له دې خبرې سره وپارېدل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال، ظفرشاه هاشمي پر ولسمشر د نیوکو ځواب ویلو ته اړ شو. هاشمي وویلې: «په دې وروستیو کې د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د الماني شبکې له دویچه وله سره د ولسمشر خبرې په یو ډول تحریف کړي».

دی وايي، دا چې ولسمشر دې په رستورانونو کې کارکوونکو ته سپکاوی کړی وي «په بشپړ ډول غلط» دی.

اشرف غني اروپا ته په خپل وروستي سفر کې ویلي و چې افغانان ښايي لوېدیزو هېوادونو ته کډه نه شي؛ ځکه چې د ده په خبره له لوښو وینځلو ښه کار نه شي موندای.

د خواله رسنیو کاروونکو نیوکه کوله چې د ملي يووالي حکومت ډېری چارواکیو کورنۍ له هېواده لرې په لوېدیځ هېوادونو کې مېشت دي. له دې ډلې د ولسمشر بچیان په امریکا او د اجراییه ريیس کورنۍ په هند کې استوګن دي.

د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو راهیسې ډېری افغانان اروپا ته کډه شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button