وسله والو طالبانو د بغلان ولايت د پلخمري اړوند حسين خېل سیمه کې يو تن د بچه بازۍ يا هلک ساتلو په تور وژلی دی.
د سيمې يوه مخور سلام وطندار سره خبرو کې د دې پېښې پخلی کړی. نوموړي څرګنده کړې ده، چې طالبان تېره شپه د حکیم په نامه (مشهور په بچه باز) د يوه تن کور ته ننوتل او نوموړی يې له خپل «هلک» سره راوويست او بيا يې دواړه د نوموړي کس د کورنۍ د غړو په وړاندې په ډزو ووژل.
د سيمې خلک وايي، طالبانو ځايي ملايانو او خلکو ته ګواښ کړی، چې که د وژل شويو کسانو جنازه کې يې ګډون وکړ، ښه پايله به ونه لري.
د قومي مشر محمد نصيب په وينا حکيم د غير مسوولو وسله والو قوماندان وو او د پنځلسو کسانو مشري يې کوله او پر وژل شوي هلک سربېره يې درې نور هلکان يا بچه بې ريش هم ساتلي وو.
وسله والو طالبانو په خپله لا د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د بغلان امنيه قوماندانۍ هم د پېښې پخلی کړی او څرګنده کړې يې ده، چې وژل شوی تن دولت سره کوم تړاو نه لري.