د امريکا د مشرانو جرگې غړي او د دې جرگې د وسله والې کمېټې مشر جان مکين منځني ختيځ کې د ولسمشر اوباما پر سياست يو ځل بيا نيوکه کړې ده او دا سياست يې په بشپړ ډول ناکام بللی دی.
مکين پرون د یادې کمېټې استماعيه غونډه کې وویل: «منځني ختيځ کې د امریکا د نننۍ پاليسۍ په اړه «وروستی قضاوت» به راتلونکي تاريخ کې هم ثبت شي، خو زما په اند دا يوه بشپړه ناکامي ده».
ښاغلي مکين څرگنده کړې چې منځني ختيځ کې د ولسمشر اوباما د بې پروا کړنو له امله وضعه نوره هم کړکېچنه شوې ده، چې د القاعده او داعش ډلې جگړه مار يو ځل بيا سيمه کې ځای پر ځای شول. دا په داسې حال کې ده، چې امريکا منځني ختيځ کې د داعش ډلې په ملاتړ او زېږولو تورنه ده.
د مکين په وينا په تېرو اتو کلونو کې د ولسمشر اوباما تر مشرۍ لاندې منځني ختيځ کې نظم له منځه تللی او گډوډي اوج ته رسېدلې ده.
سناتور جان مکين وایي: «سيمه کې اوسمهال هيڅ داسې هېواد نه شته، چې د جگړې په ډگر نه وي بدل شوی يا هم جگړه کې گډون نه لري».
مکين سوريه کې هم د ولسمشر اوباما پر پاليسۍ نيوکه وکړه، چې د ستونزې د اوري لپاره هيڅ واقعي لرليد نه لري.
څو ورځې وړاندې د قرغېزستان پخواني ولسمشر عسکر اکايوف هم خپله يوه مرکه کې وويل، چې منځني ختيځ کې ترهگرۍ سره مبارزه کول د امريکا له لوري هغه پلمه وه، چې له مخې يې يوازې او يوازې د منځنۍ اسيا پر ستراتيژيکه سيمه ولکه ټينگه کړه.