د غوا او مېښې غوښه د ګزڼ لامل ګرځي
سره غوښه، په ځانګړې توګه د غوا او مېښې غوښه د ګزڼ لامل ګرځي.
د المان وریزبرګ پوهنتون د طبي څېړنو انسټيټيوت په خپلو تازه څېړنو کې ويلي، چې دسرې غوښې خوراک په بدن کې پروټين زياتوي او تر څنګ يې د ګوزڼ تر ټولو سرت لامل هم ګڼل کيږي.
د طبي څېړنو له مخې که هر څوک هره ورځ سل ګرامه غوښه خوري، نو د نورو خلکو په پرتله ۶۲ سلنه په ګوزڼ اخته کېدای شي او د ښځو په پرتله دا پېښې په سړيو کې زياتې پېښېدای شي.
د فالج لامل دا وي، چې د دماغو په رګونو کې وينه غوټه شي، چې له امله يې دماغو ته اکسيجن او وينه نه رسيږي، چې ورسره په ډېره لږه موده کې دماغي حجرات خپل کار پرېږدي او مريض د شاک حالت ته ځي.
د طبي کارپوهانو ټينګار پر دې دی، چې خلک بايد تر خپله وسه له غټې غوښې ځان وساتي او د دې پر ځای بايد ماهي، چرګ او سبزي وخوړل شي.
د المان ياد پوهنتون په يوولس زرو کسانو څېړنه کړې او په دوی ۶۹۹ په فالج اخته وو. څېړنکو، چې د دغو ناروغانو خواړه کتلي، نو اکثرو يې د ورځې سل ګرامه غوښه خوړلې وه.
د پوهانو له قوله د فالج يا ګزڼ پېښې د ښځو په پرتله سړيو کې ۶۲ سلنه زياتې دي.
د دې لپاره، چې د ګزڼ له خطرناکې ناروغۍ ځانونه وژغورو، نو د غوښې له کمولو سره بايد انسان فيزيکي ورزش وکړي او د فالج د لومړنيو نښو پر مهال نيورو ډاکټر «د رګونو متخصص» ته ځان وښيي او د هغه په مشوره خپله درملنه پيل کړي.