کندهار کې د وسله والو په بريدونو کې د نېش ولسوالۍ د ملي امنيت مدير او د شاوليکوټ ولسوالۍ لس تنه د ملي اردو او پوليسو سرتېري وژل شوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک رسنيو سره خبرو کې څرگنده کړې ده، چې وسله والو کسانو تېر ماښام د نېش ولسوالۍ د ملي امنيت مدير محمد هارون پوپل هغه مهال وواژه چې نوموړی خپل کور ته روان و. پېښه د ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند د (معلمينو کارتې) سيمه کې رامنځته شوې ده.
د والي ویاند وايي، بريدگر په موټر سايکل سپاره وو او له بريد وروسته په تېښته بریالي شوي دي.
د پېښې پړه تر دې دمه هيچا پر غاړه نه ده اخيستې خو د خپلواک په وينا دا ډول بريدونه تل وسله وال طالبان کوي.
بل لور ته د کندهار يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط رسنيو ته ويلي، چې وسله والو تېره شپه شاوليکوټ کې د ملي اردو او پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل، چې له امله يې لس تنه سرتېري ووژل شول. وژل شويو کې دوه تنه پوليس او پاتې نور د ملي اردو عسکر دي.
سرچينې زياته کړې ده، چې وسله وال توانېدلي دي، درې تنه پوليس ځان سره د بنديانو په توگه يوسي. طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده او زياته کړې يې ده، چې د وژل شويو سرتېرو شمېر له لسو ډېر دی.
د افغانستان دفاع وزارت يا هم د کورنيو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.