د خیبر پښتونخوا مشر وزیر او د قومي وطن پارټي ایالتي مشر سیکندر حیات خان شیرپاو پرون له رسنیو سره ویلي چې افغانستان او پاکستان دې سره خپلې اړیکې ورغوي او د ترهگرۍ د لمنځه وړلو لپاره دې په گډه کار وکړي. شیرپاو له دواړو لورو په کلکه غوښتنه وکړه چې دواړه لوري دې شته ستونزې لمنځه یوسي چې دا دواړو لورو امنیت ته ستر گواښ دی.
شیرپاو زیاته کړه چې د افغانستان او پاکستان د ناوړه سیاستونو له امله د ډیورن د کرښې دواړه لورو ته پراته پښتنو ته ډېر زیان اوښتی دی او تر دې دمه د ترهگرۍ ښکار شوي دي. شیرپاو همدارنگه زیاته کړه چې دواړه لوري باید پر یوه منظم سیاست او اقتصادي راکړې ورکړې کار وکړي. شیرپاو وايي چې تر پایه پورې به د پښتنو د خونديتوب لپاره خپل اواز ژوندی وساتي.
په افغانستان کې د غني تر مشرۍ لاندې د ملي یووالي د حکومت له راتلو وروسته په لومړیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ښې وې خو وروسته افغان حکومت له پاکستان څخه د دې لپاره فاصله واخیسته چې گواکي پاکستانی لوری په افغانستان کې د سولې په راوستو کې ژمن نه دی. د سولې د څلور اړخیزو غونډو له ناکامېدو وروسته افغان حکومت له پاکستان سره د سولې خبرې تحریم کړې او تر دې دمه دغه بهیر روان دی.
افغان لوری پاکستان په دې تورنوي چې له افغاني طالبانو سره مرسته کوي او نه غواړي چې په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي.