د بلخ د ځينو ولسواليو اوسېدونکي دوی سره د سيمهييزو پوليسو له ناسم چلنه سرټکوي. هغوی وايي، چې سيمهييز پوليس د پوليسو په څېر نه دي، پر خلکو خپل زور چلوي، هغوی ځوروي او هيڅ په هيڅه دوسيې ورته جوړوي.
دوی زياتوي، چې د سيمهييزو پوليسو له رامنځته کېدو سره تمه کېده، چې د سيمو امنيت به ښه شي، خو داسې ونه شو، بلکې دغه پوليس د طالبانو د ځپلو په پلمه عام وگړي ځوروي.
د بلخ د مرکز او چمتال او چاربولک ولسواليو خلکو پژواک سره په دې اړه خبرو کې ويلي، چې چارواکي دې د سيمهييزو پوليسو د فعاليتونو په اړه معلومات راټول کړي، مثبت اړخونه به يې ډېر لږ بيامومي. دوی څرگندوي، چې د سيمهييزو پوليسو ليکو کې ټول د پخوانيو جنگسالارانو کسان راټول شوي چې د امنيت د تامین پر ځای خلکو ته لا ستونزې جوړوي.
خو د بلخ د امنيه قوماندانۍ امنيتي امر سمونوال عبد الرازق قادري د سيمهييزو پوليسو په اړه د خلکو دغه څرگندونې رد کړې دي او وايي، چې تر اوسه هيچا د سيمهييزو پوليسو په اړه دا ډول شکايت نه دی کړی.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د هېواد به بېلا بېلو ولايتونو کې په لسگونو ځل د سيمهييزو پوليسو له لوري د خلکو د ځورولو، وهلو ټکولو او ان وژلو خبرونه راغلي دي، خو دولت تر دې دمه د دې ستونزې د اوري په موخه گامونه نه دي پورته کړي