طالبانو له هغې وروسته د ملا اختر محمد منصور غږیز کلیپ خپور کړ، چې ځینو رسنیو یې د ټپي کېدو او ان د مرګ خبرونه خپاره کړي وو. ارګ ته نژدې ځینو رسنیو درې ورځې مخکې خبر خپور کړی و، چې د طالبانو پر مشر ګواکې د قومندانانو په ناسته کې برید شوی. ځینو د ټپي کېدو خبر خپور کړ او ځینو نورو یې بیا د مرګ خبر ورکړ.
د ولسمشر د لومړي مرستیال ویاند هم ادعا کړې وه چې د طالبانو مشر وژل شوی دی.
د طالبانو مشر په خپل غږيز کلیپ کې وايي: «دا خبره اصلاً حقیقت نه لري، هېڅ شبهه یې نه شته، دا د دښمن تبلیغات دي، چې د طالبانو په منځ کې اختلافات شروع دي او هغه دې حد ته رسېدلي چې اوس خبره تر مرګه رسېدلې ده». ځینو رسنیو د کوټې اړوند د کچلاغ سیمه یادوله چې پېښه په کې رامنځ ته شوې ده، ملا اختر محمد منصور وايي: «دا بې ځایه خبره ده، هېڅ حقیقت نه لري. که درته ووایم چې په کلونو ما کچلاغ نه دی لیدلی، تاسې به یې راسره ومنئ».
اختر محمد منصور خپلو پلویانو ته د خپلې روغتیا او ژوند ډاډ ورکوي. دی وايي: «زه الحمدلله د خپلو ملګرو په منځ کې یم، نه دا موضوع پېښه شوې ده، نه حقیقت لري، دا د دښمن تبلیغات دي، چې د کابل له مطبوعاتو څخه راپورته شوي دي، وروسته ځینو کمزورو خلکو په ښکاره او ځینو په پټه بدرګه کړل».
د طالبانو مشر هغو رسنیو ته ګواښ کړی چې دغه خبرونه یې خپاره کړي وو: «څوک چې دا تبلیغات کوي کېدای شي د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي. مطبوعات دې خپل مسوولیت وپېژني، یو اړخیز دې نه غږېږي، د هر چا خبرې دې نه بدرګه کوي».
ملا اختر محمد منصور وايي، چې هغه څه چې په رسنیو کې یاد شوي، داسې پېښه رامنځ ته شوې نه ده. منصور وايي که یې په راتلونکي کې ورته خبرې پر وخت رد نه کړې دا د حقیقت په معنا نه دي: «که ما په خپله خپلې رد نه کړې، دا په دې معنا نه دي چې څه پېښ شوي».
د طالبانو مشر وايي، له نظامي کار سره به سیاسي کار هم کوي خو «په خپل وخت کې، په خپلو شرایطو سره، داسې نه چې د بل چا په اشاره او په زور به موږ خبرو ته حاضرېږو، دا د هر چا خپل کار دی او خپل نظر دی». ملا اختر محمد منصور داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې تېره اوونۍ ولسمشر په پاریس کې د پاکستان له لومړي سره کتلي دي.
له تېرو څو ورځو راهیسې ځینو رسنیو د طالبانو د مشر د ټپي کېدو او مرګ خبرونه خپاره کړي دي.