اندونيزیا يوه ډله افغانان د فحاشۍ په تور نيولي
د اندونيزیا حکومت يوه ډله افغانان د پيسو په بدل کې د فحاشۍ په تور نيولي دي. دغه حکومت ويلي، چې د ځوانو کډوالو يوه شبکه يې موندلې چې د هېواد سرحدي ښار باتم کې يې فحاشي کوله.
بي بي سي د اندونيزيا د کډوالۍ ادارې د وياند هيرو سانتوسا له خولې ليکلي، چې لس تنه کډوال او يو اندونيزيايي اړيکه ټينگوونکی (دلال) په دې کار بوخت وو چې د پيسو د راکړې ورکړې پر مهال ونيول شول. په نيول شويو کې يو تن پاکستانی او نهه نور افغانان دي.
اندونيزيايي چارواکو خبر ورکړی چې دې ډلې د پيسو په بدل کې له نر او ښځو مشتريانو سره جنسي اړيکې نيولي. د دې ادارې په وينا: «نيول شوي کسان د ملگرو ملتونو د گډوالو د عالي کمېشنرۍ له خوا پناه غوښتونکي پېژندل شوي دي». خو حکومت وايي، چې دوی هلته د پناه غوښتونکو کمپونو کې نه اوسېدل، بلکې د ملگرو ملتونو له لوري جوړو شويو گډو کورونو کې يې ژوند کاوه.
افغان کډوالو پخوا د اندونيزيا له لارې اسټراليا ته په قاچاقي ډول سفر کاوه خو کله چې اسټراليا د کډوالو پر وړاندې خپل سياست سخت کړ، گڼ شمېر افغانان اندونيزيا کې پاتې شول.
څه موده مخکې گلوبل پوسټ ورځپاڼې هم په خپل يوه راپور کې څرگنده کړې وه، چې يونان کې د افغانستان او نورو هېوادونو کډوالو د خپل ورځني ژوند د تېرولو لپاره فحاشۍ ته مخه کړې ده. ورځپاڼې زياته کړې وه چې کډوالو په ځينو مواردو کې يوازې د دوو يورو په بدل کې هم فحاشي کړې ده.
راپور د کډوالو له خولې ليکلي وو، چې بله چاره نه لري او له همدې لارې يو څه پيسې ترلاسه کوي، چې خپلې شپې سبا کړي.
له راپورونو سره سم په فحاشۍ بوختو دې کډوالو کې له پنځلسو د کم عمر ځوانان هم شته، چې له نارينه او ښځينه او د کم عمر او ډېر عمر لرونکو هر ډول خلکو سره يې جنسي اړيکې ټينگې کړې دي.