افغانستان

ولسمشر غني راتلونکې اوونۍ هند ته ځي

افغان ولسمشر راتلونکې اوونۍ هند ته سفر کوي. د ولسمشر غني دا سفر په داسې حال کې دی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ نظامي همکارۍ له بل هر وخت ډېرې شوې دي.

هند تېرو ورځو کې اعلان کړه، چې افغانستان څلور نورې جنگې څرخکې ورکوي. هند دغه مرسته د افغانستان د لوی درستيز او افغانستان کې د ناټو د عمومي قوماندان له غوښتنې وروسته اعلان کړه.

د ولسمشر غني وياند هارون چخانسوري وايي، ولسمشر به د راتلونکې اوونۍ په وروستيو کې هند ته ولاړ شي.

د چخانسوري په وينا هند ته د ولسمشر د سفر موخه افغانستان سره پر کېدونکو مرستو خبرې دي، چې نور جزيات به يې وروسته په ډاگه شي.

افغانستان له هنده غوښتي دي، چې پوځي الوتکې ورکړي او د خرابو شويو الوتکو په ترميم کې ورسره مرسته وکړي. هند د افغانستان دې غوښتنې ته مثبت ځواب ويلی او هلته د افغان سفير په وينا يو هندی پلاوی به نږدې راتلونکې کې کابل ته ولاړ شي، څو وضعيت له نږدې وڅاري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button