امريکا د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي يووالي حکومت ناکام بللی دی. افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانگړی استازی ريچارډ اولسن کابل ته په يوه ناڅاپي سفر راغلی دی، نوموړی له يوې اوونۍ راهيسې دلته دی.
کابل کې د امريکا سفارت د نوموړي د دې سفر پخلی کړی دی.
سرچينې وايي، چې اولسن د ملي يووالي حکومت مشرانو سره د پردې تر شا خبرو کې د حکومت پر برخليک او يوه بديله طرحه غور کړی دی.
دا چې د ملي يووالي حکومت د امريکا په خوښه د يوې سياسي هوکړې په پايله کې رامنځته شو، اوسمهال يې د مودې د ختمېدو له امله امريکا هم اندېښمنه ده او پر يوه بديله لاره سوچ کوي. خو شنونکي په دې اند دي، چې امريکا په خپلو ولسمشريزو ټاکنو کې د بوختيا له کبله ژر دلته پرېکړه نه شي کولی.
سپوږمۍ راډيو وېبپاڼې د کابل پوهنتون د استاذ فيض محمد ځلاند له خولې ليکلي، چې امريکا ولسمشر غني ته په ډاگه ويلي، چې دی په خپلو کارونو کې پاتې راغلی دی. د هغه په وينا امریکا له ولسمشره غوښتي، چې ټول پام دې امريکا سره په شريکه د ستونزو له منځه وړو ته واړوي، که نه هغوی به د ده پر ځای پر بل چا غور وکړي.
دا خبرې په داسې حال کې دي، چې د ملي يووالي حکومت د ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکو تر منځ اړيکې خورا خرابې شوې دي او د حکومت مخالفې سياسي ډلې د دې ستونزې اواری يوازې په دې کې بولي چې دغه حکومت پای ته ورسول شي او پر ځای يې يو موقتي حکومت رامنځته شي.