خبرونهسلايډ

د کابل په ننۍ چاودنه کې یو جنرال، د پولیسو قومندان او د ولسمشر دوه ساتونکي وژل شوي

د کابل په ننۍ چاودنې کې د کابل د دوییمې امنیتې حوزې قومندان او د امنیت مسوول، د ملي اردو یو جنرال او د ولسمشر دوه تنه ساتونکي وژل شوي دي. لومړۍ چاودنه د ریموټ کنترول له لارې شوې او دوهمه بیا سرتېری برید وو.

امنیتي مسوولین وايي چې ځانووژونکي بریدگر د ملي اردو یونفارم په تن کړي وو ځکه چې له لومړۍ چاودنې وروسته سیمې ته له امنیتې مسوولینو پرته نور چاته اجازه نه وه.

د روغتیا د چارو وزارت وايي چې تر دې دمه د چاودنې له سیمې څخه ۲۹ تنه مړي او ۹۰ تنه ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي. په ننۍ چاودنې کې ډېرو امنیتي چاورواکو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

ولسمشر اشرف غني برید غندلی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید پړه په غاړه اخیستې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button