خبرونهسلايډ

حزب اسلامي او حکومت هوکړې ته نږدې شوي

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې حزب اسلامي او حکومت د سولې د خبرواترو وروستیو مرحلو ته رسېدلي دي. حزب اسلامي ته نږدې سرچینو ویلي چې حزب اسلامي به په ډېر نږدې وخت کې وروستی هوکړه لیک له رسنیو سره شریک کړي.

د سولې شورا ویاند محمد امین مضفري رسنیو ته ویلي چې له حزب اسلامي سره په خبرواترو کې پرمختگ شوی او ښايي چې په نږدې راتلونکي کې د خبرواترو په تړاو لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړي. مضفري زیاته کړې چې د ۲۵ ماده‌یې هوکړې له ټولو غوښتنو سره هوکړه شوې.

د حزب اسلامي او حکومت تر منځ خبرې‌اترې په څو تېرو میاشتو کې شوې وې او تمه کېده چې ډېر ژر به دواړه لوري سره هوکړې ته ورسېږي خو د دواړو لورو تر منځ د نوو شرایطو د پیدا کېد له امله د سولې خبرې ځنډنۍ شوې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button