دا د بریا لپاره اړین دي!
ژوند له ډېرو ستونزو او کړاونو ډک امتحان دی، چې په سختۍ او اسانۍ دواړو حالتونو کې په امتحان کې واقع یو. خو ژوند کې ځینې کسان بریالي او ځیني نه وي.
د نړۍ لومړی بریالي کس حضرت محمد (ص) وو، چې په خپل هوډ او اراده کې بریالي شو او اسلام یې په ټوله نړۍ کې وځلاوه. دا یو سخت او ستونزمن کار دی؛ دلیل یې په څه کې وو چې داسې بریالي کس شو؟
او دا ځينې اوسني کسان ولې ډېر بریالي وي؟
۱ – کلک هوډ: لومړی له هر څه نه مهم دا چې د هر کار د کولو نه مخکې کلکه اراده ولرو، او ځان ته دا ډاډ په خپله ورکړو چې زه دا کار کولای شم؛ او وړتیا یې لرم پرته له ارادې هېڅ کار هم نشي تر سره کولای. او دا باید ووایاست چې هره ستونزه او مشکل چې مخې ته راځي زه به یې مخې ته دریږم او ورسره به مقابله کوم. او د هغې ستونزې لپاره به د حل لاره پیدا کوم تر څو بریا ته ورسیږم.
۲ – پوړ: بریا ته باید په تدریجي توګه ځانونه ورسوئ، په بیړه اوورخطایې هېڅکله هم څوک بریا ته نشي رسېدلی او بریا به د رسېدلو لپاره پوړ په پوړ مخکې ځئ تر څو بریالی شي. که غواړي چې په لومړی هڅه کې مو بریا ته ورسېږي نو تل دا هڅه وکړئ چې د بریا له پاره مو ځانته مرحلې جوړي کړئ او مرحله په مرحله مخکې لاړه شي.
۳ – وخت: د بریا بل راز د وخت په نظر کې نیول دی، تل باید وخت په نظر کې ونیسئ ځکه چې وخت ګړندې دی او بیرته راګرځېدونکي نه دی. که د مهال وېش یوه ورځ مو له لاسه ورکړی بیا له بریا نه د یوې ورځې په اندازه لیري کیږي. تل مو د بریا وخت وټاکئ او دا له ځانه سره ووایئ چې زه به پدې وخت دا وخت خپلې موخې ته رسېږم. دا ډول قوي اراده به مو ژر بریالي کړي.
۴ – ستونزه: هر څوک چې د بریا په لټه کې وي؛ هغه به خامخا له ستونزو سره مخ کېږي. بریا ته رسېدل یو ستونزمن کار دی، خو ستاسو ارادې باید دومره قوي وي چې هېڅ ډول ستونزي نه ونه ډار شي. او سربیره په لویو لویو ستونزو د بریا په لټه کې و اوسئ.
۵ – موخه: تل یوه موخه (هدف) وټاکئ؛ او پدې هڅه کې واوسئ چې لومړي به دې موخې ته ځان رسوم او بیا به په بلې پسې ځم. ځینې خلک په یوه محدود وخت کې د ځان لپاره ډېرې موخې ټاکي لکه چې ورته ونه رسېږي بیا وایې زه یو ټنبل کس یم؛ زه طالع نه لرم او داسې نورې کلمې استعمالوي. نه باید په یوه وخت کې یوه موخه ولرئ او د هغه لپاره هڅه وکړئ او ځانونه مو بریا ته ورسوي.
۶ – باور: باید تل په ځان دا باور ولرئ؛ چې ددې بریا وړتیا لرم او کولای شم ورته ورسېږم. او باید د هر کار لپاره مو په ځان باور ډېر زیات پیاوړي وئ. او تل مو ځان ته ډاډ ورکړي شي چې زما په ځان باور دومره دی چې ما به د بریا تر هسکو ورسوي.
لیکوال: شبیراحمد سلیمي نړیوال