ټولنه

د ایمانویل کانت پنځه دېرش زرینې ویناوې

ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل /
۱ ـــ داسې واوسه، چې وکولای شې، هر چا ته ووایې : زما په څېر چلند وکړه .
۲ ـــ د بشر هیلې پای نه لري، کله چې یوې هیلې ته ورسېږي، نو بله هیله لري .
۳ ـــ روڼ اندي داده، چې د خپلې پوهې د څارلو توان او وړتیا ولرې .
۴ ـــ په نړۍ کې دوه څیزونه ډېر ښکلي دي؛ له ستورو ډک آسمان او آرامه وجدان .
۵ ـــ تر ټولو غوره خوښۍ له کاره وروسته استراحت دی .  
۶ ـــ که هوا ناپاکه ده، نو څه وکړو ؟ آیا اسوېلی پرېږدو ؟
۷ ـــ د انسان د جلا کېدو وجه د هغه جسم نه بلکې روح یې دی .
۸ ـــ که راته وویل شي، چې نن شپه مرې ! وبه وایم چې د خدای (ج) به همداسې خوښه وي، خو خدای مه کړه چې څوک راته ووایي : ستا له لاسه یوه چاته بدمرغي ورپېښه شوې ده .
۹ ـــ که له انسان څخه هیله او خوب واخیستل شي، نو د نړۍ پرمخ به تر هغه بل بدمرغه نه وي .
۱۰ ــــ شاعري تر ټولو لوړ هنر دی .
۱۱ ـــ داسې تګلاره ولره، چې هغه د ټولو قانون شي .
۱۲ ـــ هېڅکله له نورو سره د کاري وسایلو په څېر چلند مه کوئ، بلکې هغوی موخه او مقصد وګڼئ .
۱۳ ـــ د ځیرکتیا او نظم تر ټولو خوږه پایله بریا ده .
۱۴ ـــ اخلاق باید په هنر باندې حکومت وکړي .
۱۵ ـــ موسیقي تر ټولو خوندور هنر دی، مګر موږ ته څه نه را زده کوي، هغه څه چې انساني فکر او روح تغذیه کوي او ښوونیز دي، شعر او شاعري ده .
۱۶ ـــ د انسان ذهن شته ښکارندې ( پدیدې )، چې په ذات او هستۍ کې شتون لري، نه درک کوي، بلکې هغوی په هغه ډول چې زړه یې غواړي، وې ویني درک کوي .
۱۷ ـــ زه په خوږه ژبه ( نه له حقیقت څخه تش ) اعلان کووم : ښځه باید سلطنت او نر باید حکومت وکړي، ځکه مینه او لېوالیتا د حاکم تسلط او استخبارات دي .
۱۸ ـــ د رښتینو دولتونو بنسټیزه دنده داده، چې پرېنږدي انسانانو ته د شیانو په څېر وکتل شي او له هغو څخه هم کم او د افرادو په آزادۍ باندې محدودیتونه ولګوي . 
۱۹ که چینجی شوې د پښو لاندې کېږې، دا ټکی نه یوازې د اشخاصو په اړه، بلکې د ملتونو په اړه هم صدق کوي .
۲۰ ـــ که چېرې وکولای شو، دا پوښتنه وکړو، چې آیا موږ دم ګړۍ، په یوه روڼ اندۍ رسېدلې دوره کې ژوند کوو ؟ ځواب باید دا وي، چې نه یقیناً په یوه روڼ اندې دوره کې ژوند کوو .
۲۱ ـــ دوه څیزونه په ما کې تل پاتې حیرانتیا او ستاینه را منځته کوي : لومړی زما په سر پورې له ستورو ډک آسمان او بل زما دنننی اخلاقي حکم .
۲۲ ـــ په خدای (ج) باندې باور وکړه، ځکه چې دې ډول باور ته ډېره اړتیا لرې .
۲۳ ـــ څوک چې پر حیواناتو ظلم وکړي، په تړوایې په انسانانو باندې به هم ظلم وي . د یوه انسان زړه کولای شو، د چلند د څرنګوالي له مخې له حیواناتو سره پرتله کړو .
۲۴ ـــ که چېرې عدالت له منځه لاړشي، نور نو د ځمکې پرمخ د خلکو ژوند په زحمت یې هم نه ارزي .
۲۵ ـــ په درې کارونو کې نباید بیړه وشي، زېږون، واده او مرګ .
۲۶ ـــ د تاریخ د بشر د ټول ژوند هینداره ده .
۲۷ ـــ نېکمرغي یوه الهي ډالۍ ده او بد مرغي د شیطان میوه، که نېکمرغي غواړې، نو  شیطان پسې مه ورځه .
۲۸ ـــ که چېرې څوک زړورتیا او تفکر سره ګډ کړي، نو په هېڅ کار کې په ماتې ونه خوري .
۲۹ ـــ بریا، هیله او وصال خوښي بښونکي دي او انسان له غم، ناهیلۍ او ماتې څخه ژغوري .
۳۰ ـــ په عدالت کې د ژوند کولو له پاره د ګناه له اسارته آزادېدل، تر ټولو لوړه ګټه ده، چې سړی یې په فضیلت سره تر لاسه کوي .
۳۱ ـــ هر څوک د یوه وجدان، د دندې د یوه احساس او د آمر له اخلاقي قانون څخه د یوې خبرتیا لرونکی دی .
۳۲ ـــ د سړي له پاره تر ټولو ستر کمال دا دی، چې دنده د دندې له پاره تر سره کړي .
۳۳ ـــ خوب مې لیده، چې ژوند ښکلا ده، را ویښ شوم، پوه شوم چې ژوند له دنده پېژندنې څخه عبارت دی .
۳۴ ـــ دنده پېژندنه حیرانونکی حس دی، چې یوازینۍ خوځنده لامل یې له قانون سره بلدتیا ده .
۳۵ ـــ که نفساني غوښتنې او هوی و هوس هر څومره یاغي هم وي، نو د دنده پېژندنې په وړاندې به خاموشه او آرام وي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button