ټولنه

د هغه کلي روژه چې ورځ يې ۳ ساعته ده

د عمان په يوه کلي کې ورځ درې ساعته ده. د روژې له رارسېدو سره پوښتنې رامنځ ته شوې چې د دغه کلي خلک به درې ساعته رژه نيسي، او که د نورو عربي کلو په څېر چې په ډېریو کې ورځ ۱۵ ساعته ده؟

د عمان هېواد د نخل ولايت دغه کوچنی کلی د سمندر له سطحې دوه زره متر لوړ دی. پر دغه کلي د سهار ۱۱ بجې لمر وړانګې خوروي او د ورځې په ۲:۳۰ دقيقو کې د لمر وړانګې بېرته ټولېږي.

ځينو به ويل چې د دغه کلي خلک بايد د ورځې درې ساعته روژه ونيسي، ځکه چې ورځ يې درې ساعته ده، خو ډاکټر عبد الله المسند چې د عمان په القصيم پوهنتون کې د جغرافيې استاد دی، وايي چې کله چې يو کلی د غرونو په منځ کې وي او د ورځې په څو محدودو ساعتونو کې لمر ويني، په دې معنا نه ده چې همدا د لمر ښکاره کېدو وخت به د دوی روژه وي.

ډاکټر مسند زياته کړې چې د دوی روژه حقيقي صبح صادق څخه شروع کېږي، نه د لمر د ښکاره کېدو پر مهال او هغه مهال يې روژه ماتېږي چې لمر په افق کې ورک شي، نه دا چې د غرونو شا ته پناه شي.

د همدې پر اساس د عمان د ياد کلي خلک پنځلس ساعته روژه نيسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button