د فراه بالا بلوک ولسوالۍ کې د يوه ۳۰۳ موټر د اوښتو له کبله لږ تر لږه اتلس تنه وژل شوي او دېرش نور ټپيان دي.
د فراه د امنيه قوماندان امنيتي امر سمونوال محمد غوث مليار د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې پېښه پرون مازديگر څلور بجې شا وخوا د بالا بلوک په توت چکاب سيمه کې رامنځته شوه. د نوموړي په وينا د پېښې ښکار موټر له کابله د هرات پر لور رهي و، چې د چلوونکي د بې باکۍ له امله له سړکه واوښت او چپه شو. د پېښې ټپيان د فراه، هرات او نيمروز روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د پېښې عيني شاهدان وايي، موټر د چلوونکي د بې باکۍ له امله واوښت، چې په کې د سپرو شپېتو تنو له منځه يې يوازې لس کسه روغ پاتې دي او په قربانيانو کې کوچنيان هم شامل دي.