د سولې مذاکرات چا سبوتاژ کړل؟ اروپا که امريکا!!
ليک: عبيدالله ساحل
اسلامي حزب د يوې جامع او داسې طرحې سره بين الافغاني مذاکراتو ته راوړاندې شو، چې ټولو افغانانو، ګډ حکومت او ان د اسلامي حزب پخوانيو مخالفينو يې دروند هر کلی وکړ، پيل کې د مذاکراتو پروسه په ډيرې چټکۍ سره مخ په وړاندې روانه وه، د ولس تمې او اميدونه هم پراخيدل د غوڅ اکثريت خلکو انګيرنه دا وه، چې نن وي که سبا اسلامي حزب به افغان دولت سره پخلا کيږي او اوربند به اعلانوي.
په همدې حساسو او باريکو شيبو کې د مذاکراتو پروسه په ناڅاپي توګه له خنډونو سره مخامخ شوه، د ژمنې خلاف ولسمشر غني د اسلامي حزب د پلاوي سره د کتنې موده وځنډوله او تر دې دمه يې لا هم ورسره ندي کتلي؛ شايد د ولسمشر دغه ليدنه نوره هم وځنډيږي او له پلاوي سره تر کتنې وړاندې په خارجي سفر ووځي.
پوښتنه دا رولاړيږي، چې ولې د سولې د مذاکراتو د پروسي حالت چورلټ واوښت او له کړکيچونو سره مخامخ شو؟!
زما په اند…….!!
اصلا د افغانستان په قضيه کې د نړۍ د ګڼو هيوادونو د لاسوهنې ترڅنګ اروپا او امريکا دواړه په سيالۍ کې دي؛ امريکا د افغانستان په سوله او ثبات کې خپل ترجيحات لري او اروپا خپل؛ د اسلامي حزب سره د مذاکراتو په پروسه کې مخالفت او د کړيکچونو راولاړول د امريکا پنځونې دي، امريکا د اروپا پر خلاف غواړي، چې اسلامي حزب د افغانستان قضيي ته په رسمي بڼه دخيل نه شي او د تل لپاره په مخالفت کې پاتې شي، هغوي ترجيح طالبانو ته ورکوي او غواړي، چې د مذاکراتو په پروسه کې د اسلامي حزب بديل طالبان وي؛ له بل پلوه اروپا نه غواړي، چې طالبان د بين الافغاني تفاهم له لارې د افغانستان په قضيه کې رسما دخيل شي، بلکې دوي هغه څه غواړي، چې امريکا يې د اسلامي حزب لپاره په هڅه کې ده.
دلته د امريکا لويه هيله داده، چې افغانستان کې د خپلو موخو د تحقق لپاره د سعودي په څېر يو دیکتاتور نظام رامنځ ته کړي، خو بر عکس اروپا د خپلو ترجيحاتو او موخو په خاطر غواړي، چې پاکستانی ډوله نظام رامنځ ته شي؛ دواړه (اروپا/ امريکا) د خپلو هيلو د تحقق لپاره د سيالۍ ميدان ته راښکته شوي!!