دوه کلن ماشوم په امريکا کې خپله مور ووژله
په امريکا کې د وسلو لرل او ګرځول قانوني دي. ځينې دغه قانون کرغېړن او بد ګڼي، خو ځينې نور يې بيا د آزادۍ نښه بولي او وايي چې بايد خلکو ته يې د لرلو اجازه ورکړل شي.
د وسلو لرلو په امريکا کې ډېرې بدې پايلې هم لرلي. يو له دغو څخه تازه خبر دی چې ويل کېږي، دوه کلن ماشوم خپله مور وژلې ده.
فرانس پرېس خبرې آژانس راپور ورکوي چې دغه څه د پاسه دوه کلن امريکايي ماشوم د موټر په شاتني سيټ کې ناست او په ناڅاپي توګه يې هغې وسلې ته لاس وروړی چې د موټر چلوونکي د سيټ شاته نښتې وه. له توپانچې سره له لوبو وروسته ماشوم د توپانچې ماشه کاږلې او خپله مور يې پرې ويشتې ده.
د امريکا د ملواکي ښار پوليسو اعلان کړی چې دغه ۲۶کلنه ښځه ژر، وروسته له دې چې د خپل ماشوم زوی له لورې وويشتل شوه، مړه شوه. دغې ښځې دوه نور ماشومان هم لرل. پوليسو دغه راز زياته کړې چې د دغې ښځې موټر غلا شوی و او دغه وخت يې د خپل ملګري موټر څخه استفاده کوله.
په امريکا کې د وسلې د آزادۍ له امله په کال کې په زرګونو کسان وژل کېږي او په لسګونو زړه ټپيان کېږي. که څه هم ځينو هڅه کړې چې د وسلو لرل غير قانوني کړي، خو لا نه دي بريالي شوي.