
له خوراک اوڅښاک نه وروسته جنس د انسان د ژوند يوه مهمه برخه تشکيلوي؛ بلکې که په جنسي توګه يو انسان صحت مند نه وي؛ نو هغه به د رزق په لاسته راوړلو کې هم په پور توګه بريالی نه وي؛ لکه څرنګه چې انسان ډوډۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره يوه اړتيا بولي، همدارنګه که چېرې په انسان باندې که په غير صحي انداز کې جنسيت غالب شي؛ نو هغه يې د جبران لپاره د ګناه، جرم او زياتي لور ته مايله کيږي، د خوراک او پوښاک لپاره، چې انسان په غير قانوني لارو کوم جرمونه او ګناوې کوي، پر هغې د جنسيت جرم ، ګناه او ستړې زياته وي.
د جنس په اړه بايد زموږ هڅې د ماشومانو د ښې روزنې لپاره داسې ګړندۍ وي؛ لکه څرنګه يې چې د حلال رزق لپاره کوو. موږ نه غواړو، چې زمونږ کوچنيان دې بې کاره او چټل شيان وخوري؛ ځکه چې د هغوی د صحت غم راسره وي، همدارنګه بايد د دوی روزنيز، اخلاقي او جنسي نزاکتونه په نظر کې ونيسو او د دوی پالنه داسې په سمه توګه وکړو؛ لکه د صحت غم يې چې کوو. مونږ نه چې خپل ماشومان د جنسيت په اړه پوښتنه وکړي، موږ هغوی ښکنځو او رټو يې. د دوی په ذهن کې هماغه بې ځوابه پوښتنې نورې رېښې هم غزوي، په دې ډول د دوی جنسي او غير فطري هڅې لا پسې ګړندۍ کيږي او يو وخت ارو مرو ګناه ته مرتکب کيږي. د دوی خپل فطري غوښتنې او بدني بدلونونو د دوی عادي ژوند هم بدل کړی وي. دوی په ټولنه کې دا تقليد ډېر ليدلی وي او د جبران لارې چارې يې لټوي.
همدارنګه ذهني پوښتنې او هڅې دوی د بې لارېتوب پر لوري لا ګړندي کوي او په بد اخلاقه ناستو پاستو، نشو او غير اخلاقي فلمونو خپلې غريزې سړوي. موږ له پېړيو پېړيو راهيسې په دې بدګوماني کې ښکېل يو، چې وايو جنس يوه غير مهذبه سکالو( موضوع ) ده او پر دې بحث نه دی پکار. همدارنګه، چې په جنسي توګه په يو ماشوم کې کوم بدلونونه راځي، په دې اړه بايد ماشوم خود مختاره وي، د جنس په اړه بايد خپله روا پرېکړه وکړي او له چانه ونه پوښتي. له بده مرغه، چې موږ په لوی لاس د دوی جرمونه يو په دوه زياتوو. نه دوی ته په دې اړه څه لارښوونه کوو او نه دوی ته دا زړورتيا ورکوو، چې خپلې مسلې رانه وپوښتي.
دا يوه ډېره لويه موضوع ده؛ خو له بده مرغه چې د غيرمهذبو خلکو په څېر موږ هم دې مسلې ته هيڅ توجه نه ده ورکړې. موږ ته چې د اسلام مبارک دين د جنسيت په اړه کومې لارښوونې کړې دي له هغې نه د انحراف ( سرغړاوي ) له امله موږ له بېلابېلو بدني او اروايي ستونزو سره مخ يو. عجبه خبره داده، چې بيا په خپلو ګناهونو پرده هم اچوو او بېلا بېلې پلمې ورته جوړوو.
اسلام مونږ ته خدای پاک يو پوره دين رالېږلی دی، که له کومو ستونزو او مسايلو سره مخ کيږو، د دې ټولو حکيمانه حل په اسلام کې شته؛ مګر موږ په حقايقو سترګې پټوو، د دنيا د نور کاروبار او راشه درشه کې چې څه رنګ دروغ وايو، همدارنګه د جنس په پېچلې معامله کې هم دروغ وايو. اسلام مونږ ته وايي، چې رښتيا ووايئ که ستاسې سر هم ځي.
لکه وړاندې وويل شول، چې د جنس موضوع د کوچنيانو لپاره هم ډېره جالبه او په زړه پورې وي، دوی په دې عمر کې د شنو لښتو په څېر وي. هر لوري ته مو چې زړه وغواړي کږيږي، مونږ بايد د دوی روا او معصومې پوښتنې بې ځوابه پرېنږدو؛ خو داسې يو چاپېريال هم ورته جوړ نکړو، چې دوی په لوی لاس د جنسي تمايلاتو، عياش او لوڅ فلمونو او يا د داسې منظرو لېدو لوري ته وهڅوو، چې جنسي بې لارېتوب رامنځته کوي. کوچنيان له هرې ښې او بدې پېښې او کيسې ډېر ژر اغېزمن کيږي. د دوی پر وړاندې بايد زمونږ د کورني چاپېريال مجلسونه، خبرې او کړه وړه داسې وي، چې د دوی لپاره مستقيماً ددرس بڼه ولري، په زياتو کورنيو کې لوستې سړي او مېرمنې وي، چې په خپل منځ کې لکه مېرمن او خاوند يې بې هوده مجلسونه کوي، لاس اچوي او داسې نور….
له دوی ځنې بيا ځينې داسې وي، چې کوچنيانو ته په دې سترګه ګوري، چې ګني دوی ماشومان دي، په دې خبرو سم نه پوهيږي. بر عکس مونږ ګورو، چې د دوی لپاره موږ په لوی لاس يو داسې چاپېريال رامنځ ته کوو، چې د دوی د بې لارېتوب سبب ګرځي.
همدارنګه مونږ که په کور کې تلويزيون ګورو او يا کمپيوتر، چې نږدې اوس په هر کور کې شته، بايد داسې څه پرې د کوچنيانو پر وړاندې ونه ګورو، چې د دوی د جنسي اواخلاقي بې لارېتوب لامل وګرځي.
نن سبا د ماشومانو پر ادبياتو ډېر ښه کار روان دی په انټرنېټ کې ځانګړې ګورت پاڼې ورته جوړې شوې دي، زياتو ليکوالو کتابونه پرې کښلي دي، شاعرانو د دوی په معصومه ژبه سندرې او شعرونه ورته ويلي دي، همدارنګه د آرټ ( فن ) په نړۍ کې ورته په زړه پورې تابلوګانې انځور شوې دي. په فلمي نړۍ کې ورته ډېر جالب او له درس څخه ډک فلمونه جوړ شوي دي.
د ماشومانو لپاره دا نړۍ او په نړۍ کې هر څه نوي دي هغوی د هر څه په اړه د تجسس جذبه لري. د لرګي يو عادي مېز، د لويانو لپاره يو عادي شی وي، هغه د يو ماشوم لپاره ډېر زړه راښکونکی وي. موږ د دوی په ژوند کې ګورو، چې د ماشومانو د لوبو څيزونه؛ لکه نانځکې، توپونه، کوچنۍ موټرې او داسې نور څيزونه زموږ پر وړاندې هماغه د لوبو شيان دي او بس؛ مګر د دوی لپاره ډېر څه دي، ورته ژاړي، ورته خاندي، له لويانو ځنې يې په زور او په ژړا غواړي. هغوی زمونږ د مېز په اړه هيڅ معلومات نلري. د هر څه په اړه د دوی په ذهن کې پوښتنې وي، همدا د دوی د ښې او بدې زده کړې ورځې وي. په دې زمان کې د دوی ذهنونه د يوې سپينې تختې په څېر وي، په داسې مهال که چېرې د دوی دتندې او تجسس مطابق ددوی پوښتنې سمې ځواب شي؛ نو د دوی ذهنونه يې د تل لپاره ساتي. البته د دوی پوهول بايد د دوی په ژبه وشي. مانا دا چې په ساده او عام فهمه ژبه کې بايد دوی وپوهول شي. له دې لارې د ماشومانو ذهني صلاحيت او استعداد زياتيږي، د هغوی په زړونو کې له زده کړو سره مينه زياتيږي، که بر عکس ماشوم بې عزته او وټکول شي؛ نو دوی ته ډار پيدا کيږي او په همدې کم عمري کې چې ددوی کوم استعداد او پوښتنې وي هغه پخپل ځای پاتې شي. دلته دوی د خپلې کم علمي په وجه له ډېرو څيزونو څخه ډاريږي او تل يې په ذهنونو کې اذانګې خورې وي.
کله کله داسې هم کيږي، چې ماشوم د يوې داسې پېښې په اړوند وپوښتي، چې د دوی له عمر او تجربو څخه لرې وي. په داسې حالاتو کې هم بايد دوی ونه رټو او په عامه ژبه کې دوی وپوهوو. کېدای شي يو وخت له تاسې نه د خپل وجود د خاصو برخو په اړه وپوښتي، چې دا څه شی دی؟ يا د خپل کوچني ورور او خور د پېدايښت په اړه وپوښتي، چې دا مې مور له کومې راوړ؟ داسې پوښتنې کول ددوی فطري حق دی، د داسې پوښتنو ځوابونه؛ لکه وړاندې وويل شول د دوی د عمر او ذهني استعداد مطابق ورکول پکار دي. که تاسې دا بده محسوسوئ يا يې د دوی د عمر وړ پوښتنې نه بولئ؛ نو دا د دوی په ذهنونو ډېرې بدې اغېزې ښندي او د دوی ټول راتلونکی له پوښتنو پوښتنو سره مخ کيږي.
موږ ځينې خلک ګورو، چې ډېر ډارن او بې زړه وي، په داسې خلکو کې هم ځوانان وي او سپن ګيري، مانا دا چې د عمر قيد شرط نه دی پکې، که د داسې خلکو شننه وکړای شي؛ نو جوته به شي، چې دوی فطري داسې نه دي؛ بلکې د دوی ددې کردار په تشکيل کې د دوی د کوچنيوالي د پېښو ژور اثر دی. کوم ماشومانچې په کراتو کراتو وهل ټکول او بې عزته کيږي د هغوی په زړونو کې ارو مرو يو ډار رازرغون وي، هغوی چې لويان شي؛ نو د عادي کسانو په څېر نه وي، هغوی يا د تل لپاره ډارن او بې زړه وي او يا هم نافرمان او بې باکه وي.
د هر انسان د کړنو وضعيت او شخصيت د ده په کوچنيوالي کې جوړيږي، که په کوچنيتوب کې يو ښه چاپېريال ومومي؛ نو چې لوی شي هم زړور او خوش طبېعېته وي، هغه نه ډاريږي او نه هم ځان سپک ايسوي؛ بلکې پخپل ځان يې پوره پوره باور وي.