اسلامي نړۍ ولې د ايران پر ضد ده؟
د اسلامي هېوادونو سرمشريزې گډونوالو استنبول کې په يوه خوله سيمه کې د ايران توکمپالنې سياست او پراختيايي فکر وغانده او زياته يې کړه، چې ايران د عربي نړۍ، په ځانگړې توگه يمن، سوريې، بحرين، صومال او نورو هېوادونو کې شخړو او لانجو ته لمن وهي.
د اسلامي هېوادونو سرمشريزې همدا ډول ټينگار وکړ، چې ايران د لبنان «ترهگرې» حزب الله ډلې په مرسته عربي نړۍ کې تاوتريخوالي ته لمن وهي او د اسلامي هېوادونو امنيت خرابوي.
د غونډې د گډونوالو د څرگندونو په غبرگون کې د ايران ولسمشر حسن روحاني له راغلي پلاوي سره له غونډې ووت.
د عربي او سيمه ييزو چارو شننونکي وايي، چې د اسلامي هېوادونو د سرمشريزې پرېکړې به د ايران له گډون او مرستې پرته څنگه بريا ته ورسيږي.
د سيمه ييزو چارو ايراني کارپوه حسن احمديان تهران کې رسنيو ته وويل، چې سعودي عربستان د خپلو پيسو پر مټ د اسلامي هېوادونو د چارواکو د اخيستو هڅه کړې او دا هوډ يې کړی و، چې ايراني ولسمشر بايد په دې غونډه کې گډون ونه کړي.
احمديان وايي، چې حسن روحاني له پراخ زړه او ښه نيت څخه دغې غونډې کې د گډون لپاره ولاړ، مگر ښکاري، چې سعودي عربستان د سولې او روغې جوړې ستراتيژي نه لري.
د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير عباس عراقچي هم ويلي، چې د اسلامي هېوادونو ټولنه به د ايران او حزب الله په اړه د شوو څرگندونو له امله «شرم او خجالت» سره مخ شي.
عراقچي زياته کړه، چې د اسلامي هېوادونو سرمشريزه د يو ځانگړي هېواد د اغېز لاندې ده او خپل اثر يې بايللی دی.
د ايران ماتې
په عين حال ې د اسلامي ختيځ د څېړنيز مرکز مشر مهنا الحبيل وايي، چې ايران له اخلاقي او سياسي پلوه پاتې راغلی، په مقابل کې يې ترکيې د خپلې ولسواکۍ په برکت د سيمې په اړه له هر ډول مذهبي شخړو او ناندريو پرته د سيمې په خير ښه رول ادا کړی دی.
الحبيل وايي، چې د ايران پر ضد د اسلامي هېوادونو کرکه او نفرت ځکه زيات شوی، چې ايران په «بربنډه» توگه اسلامي هېوادونو کې مداخلې کوي او تر ټولو ښه مثال يې سوريه ده، چې د ايران د لاسوهنو له امله هلته د انسانانو ټولوژنه روانه ده.
مهنا الحبيل زياتوي، چې يمن کې د زيدي او شافعي فکر پلويانو د نږدېوالي خبرې کېدې، چې ايران هلته د شيعه مذهب په ملاتړ مداخله وکړه، همدا رنگه عراق هم د ايران له مداخلې وړاندې د انساني تمدن يو انځور و، چې کله هلته ايران د امريکا په ملتيا ښکېل شو، د شيعه ډلو ملاتړ يې پيل کړ، نو تر اوسه عراقيان په خپلو کې د مذهب په نوم سره خوري او دی پوښتنه کوي، چې ايران ولې له دې شخړو او تاوتريخوالي لاس نه اخلي او ولې د خپل شيعه ييزم د پراختيا لپاره د اسلامي هېوادونو د خلکو وينې تويوي.
حسن احمديان وايي، چې ايران د دغو هېوادونو د ولسونو په غږ مداخله کړې او د سيمې د «مظلومې» طبقې د خلکو غږ يې اورېدلی دی.،
له احمديان ايراني کارپوه پوښتنه وشوه، چې ايا د ټولې اسلامي نړۍ په اړه دا خبره «چې د سعودي د پيسو پر وړاندې يې سترگې ټيټې دي» سپکاوی نه دی؟ نوموړي وويل، چې د ده موخه له دې څرگندونو د چا سپکاوی نه دی، بلکې د ده په قول د اسلامي نړۍ کمزوری اقتصادي حالت د دې لامل دی، چې د سعودي عربستان هره غوښتنه ومني او تر ټولو ښه مثال يې لبنان دی.
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ډېری ايران پلوو هېوادونو ولې له د ايران په ملاتړ د اسلامي هېوادونو له سرمشريزې سره پرېکون اعلان نه کړ، احمديان وويل، چې د عراق په څېر هېوادونو کې قومي بنسټونه قوي دي او ايران، په خپله د خپل ځان او هېواد راتلونکې په اړه پرېکړه کولای شي او د هر څه لپاره د خپلې ستراتيژي له مخې مخکې گام اخلي.
له تېرو څو کلونو راهيسې په اسلامي نړۍ کې د سني سعودي او ترکيې او په مقابل کې يې شعيه ايران د مشرۍ ترلاسه کولو په لټه کې دي.
د سعودي عربستان او ترکيې ترمنځ هم د مصر او ځينو نورو قضيو په اړه بې باورۍ او ستونزې وې، مگر د پخواني پاچا عبدالله له مړينې وروسته، چې سلمان بن عبدالعزيز د سعودي پاچا شو د سعودي او ترکيې اړيکې سره خوږې شوي او د سيمې د قضيې په اړه تر ډېره ورته نظر لري.
د سعودي او ترکيې د نظر او ستراتيژي ټکر يوازې د مصر د قضيې په اړه دی، مگر ملک سلمان هڅه کوي، چې د ترکيې او مصري ولسمشر عبدالفتاح السيسي ترمنځ روغه وکړي او اسلامي نړۍ په يو تغر سره راټوله کړي.
ترکي ولسمشر رجب طيب اردوگان وايي، چې يوازې هغه مهال له سيسي سره روغه کولای شي، چې د پخواني ولسمشر محمد مرسي او د هغه د پلويانو په اړه د اعدام پرېکړه بېرته واخلي.
دا به راتلونکو ورځو کې څرگنده شي، چې سيسي د اردوگان د دې غوښتنې پر وړاندې څه دريځ نيسي او ايا ملک سلمان دا هڅې به بريالۍ شي که نه.