د سولې شورا چارواکي خبر ورکوي چې له حزب اسلامي سره د سولې به خبراترو کې پرمختگ شوی دی. د دې شورا غړي وايي چې په ډېری مسایلو سره هوکړې ته رسېدلي دي او پاتې کومې خبرې چې دي په هغو کې هم کومې جدي ستونزې نه شته او د دې امید شته چې په اسانۍ سره پرېکړې ته ورسېږي.
د سولې شورا غړو ویلي چې په ننۍ غونډه کې له غرمې وروسته به د خبرو پایلو ته سره ورسېږو. د سولې شورا مرستیال عبدالخبیر اوقچون رسنیو ته ویلي چې ډېر ژر به د دې خبرو تفصیل له خلکو سره شریک کړي. اوقچون همدارنگه زیاته کړه چې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ په خبرو کې کومه ننگونه نشته چې دواړه لوري وننگوي. اقچون هیله ښکاره کړه چې ډېر ژر به مثبته نتیجه ولس ته اعلان کړي.
ځینو راپورونو تر دې مخکې ویلي وو چې حزب اسلامي له حکومت څخه د څو وزارتونو غوښتنه کوي خو تر دې دمه د حزب اسلامي جدي غوښتنه دا ده چې د دوی د مشرانو نومونه دې د ملگرو ملتونو او امریکا له تور لست څخه ووېستل شي.
اوقچون همدارنگه زیاته کړې چې د تور لیست څخه د حزب اسلامي مشرانو نوم حذفول به د افغانستان د ولسمشر له لوري وشي. اوقچون زیاته کړه چې ولسمشر دې د افغان ولس په استازیتوب له امریکا او ملگرو ملتونو څخه غوښتنه وکړي چې د حزب اسلامي نوم دې له تورلست څخه حذف کړي.
کابل کې د امریکا سفارت هم د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرواترو د بهیر ملاتړ کړی دی او ویلي چې موږ حزب اسلامي تشویقوو چې له حکومت سره خبرواترو کې یوې پریکړې ته ورسېږي.
د کابل پوهنتون د حقوقو استاد ودیر صافی وايي چې که کابل او حزب اسلامي د سولې خبرواترو کې یوې نتیجې ته ورسېږي نو د له تور لست څخه د نوم لیرې کول څه ستونزمن کار نه دی.