حکومت تر اوسه یوه سوړه هم بنده نه کړه
پاکستان بیا و ازمایل شو، بیا هم هغه خرک او هغه درک، پر ژمنو یې وفا ونه کړه، د سولې خبرې بیا هم هغه د پتاوې خبرې شوې، د ولس هیلې بیا هم په هیلو پسې ورژېدې، تر بلې هرې یوې د افغان حکومت دې ژمنې ته، چې د سولې لپاره به له هېڅ هڅو درېغ ونه کړي، خلک خوښ وو، خو له بده مرغه دا څه چې هېڅ یوه یې هم پوره نه کړه او نوره هم ترې وشړېده.
په حکومت کې داخلي ستونزې دومره ډېرې دي چې د هېواد او سیمې په کچه ستونزو ته یوازې تر یادولو ور رسېږي او بس؛ د هوارولو لپاره یې ژمنې کوي، د پلان او ستراتيژیو د جوړېدو یادونه یې کوي، خلکو ته پر سټېج شنه باغونه ور ښيي خو که بلخوا په هېواد کې موجوده عیني حالات ګورې، له هره اړخه ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دي؛ اقتصادي حالت مخ په رکود دی، بېکاري تر خپله اوجه رسېدلې، د زورواکو او چارواکو بغاوتونه او سرغړونې تر پخوا څو چنده ډېر شوي، د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات هماغسې پر خپل ځای پاتې دي، سوله هم هماغسې له نا معلوم برخلیک سره مخ ده، پانګونه او مرستې په کمېدو دي او همدارنګه له هېواده د خلکو تېښته هم ډېره شوې، دا ټول ښيي چې حکومت خپله یوه ژمنه هم تر اوسه نه ده عملي کړې.
په دې وروستیو کې د دولت په ځاګړې توګه د حکومت له منځه ځیني چارواکي پر پاکستان نیوکې کوي، چې په ترسره شوو څلور اړخیزو غونډو کې کړې یوه ژمنه یې هم نه ده عملي کړې، نه یې د سولې په پروسه کې رښتینې همکاري وکړه، نه یې طالبان قانع کړل چې د سولې خبرو ته کېني او نه یې هم د ترهګرو په مخنیوي کې کوم اقدام کړی. تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت سرپرست اندرابي ولسي جرګې ته وویل چې د پاکستان استخباراتي اداره د وسله والو بشپړ ملاتړ کوي او غواړي په افغانستان کې سږ کال جګړه نوره هم تېزه کړي، پرون د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم ویلي چې پاکستان د سولې د څلور اړخیزو ناستو ور سپارل شوي مسوولیتونه نه دي ترسره کړي، دغه راز وړمه ورځ مشرانو جرګې او د سولې عالي شورا هم ویلي وو چې پاکستان بیا هم پر خپلو ژمنو ونه درېد او باید د افغانستان د سولې د خبرو په اړه خپل واضح دریځ ښکاره کړي.
د دولت د دغو چارواکو دغه څرګندونې حالات ګړبړ ښيي، ګواکې لکه د تل په څېر د سولې خبرې په ژمي کې ګرمې او په اوړي کې بېرته سړې شي، خو بدمرغي دا ده چې زموږ مشرانو ته لا هم د نجات لاره نه شوه ور معلومه او نه یې هم دومره تدبیر او توانايي پیدا کړل چې خپله لاره خپله پیدا کړي؛ ځکه لامل او دلیل یې دا دی چې خپله زموږ په نظام، مشرانو او چارواکو کې نیمګړتیا ده، نواقص، فساد او بې باورۍ موجودې دي، بغاوتونه او خپلسرۍ شتون لري، تر څو چې مو مشران تر خپل منځ او په مجموع کې په نظام کې ستونزې او بې باورۍ له منځه یو نه سي، ثبات او سوله بیا هم نه راځي، اوس مو مشرانو ته په کار ده چې لومړی خپله یو موټی، همغږي او رښتیني شي او بیا بې له دې چې خپل برخلیک د پاکستان یا بل کوم هېواد په لاس کې ورکړي خپله دې د یوې بین الافغاني سولې راوستو لپاره مټې را ونغاړي، بله لاره نه لرو.