ټولنه

د پاسکال ژوند لیک

ژباړن : عطا محمد میاخېل  

   پوره نوم یې بلز پاسکال دی، دې ستر فرانسوي ریاضي او فزیک پوه د ۱۶۲۳ زېږدیز کال د جون میاشتې په نولسمه نېټه د فرانسې د پلازمېنې پاریس اړوند د کلرمون په سیمه کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې . هغه مهال یې په ده باندې د سپېڅلي موجود نوم کېښوده .

  پلار یې اتین پاسکال د کلرمون د مالي ادارې د رییس په توګه دنده ترسره کوله . پاسکال په یوه تونده او قانون ته ژمنه کورنۍ کې دې نړۍ ته راغی . نوموړي د ژیلبرت او ژاکلین په نومونو له ځانه دوې مشرانې خویندې لرې . مور یې آنتوانت بګون له غوسې ډک ژوند د بار لاندې، چې د پاسکا پلار را منځته کړی و، خپله ملا ټیټه کړې وه او په داسې حال کې چې پاسکال درې کلن و، له دې نړۍ څخه یې د تل له پاره سترګې پټې کړې او خپل اولادونه یې یوازې پرېښودل . د پاسکال پلار د خپلې مېرمنې له مړینې وروسته په خپلو اولادونو لا پسې سختګیري کوله، هغه غوښتل چې اولادونه یې د هغه وخت د وچې کلیسایي روزنې لاندې ستر او وروزل شي .

    پاسکال په کوچنیوالي کې له ریاضیاتو سره خپله لېوالتیا وښوده، خو د پلار له مخالفتونو سره مخ شو؛ پلار هڅه کوله، چې هغه د علمي کتابونو پرځای د ادبي کتابونو مطالعې ته وهڅوي؛ تر دې چې پاسکال یې په کور کې د ریاضي کتابونو ته  له لاس ور وړلو څخه هم منع کړ. هغه په دې باور و چې ریاضات یې د زوی ذهن ستړی کوي . د پاسکال پلار له خپلې دندې څخه ګوښه شو، هغه هوډ وکړ، چې د خپلو اولادونو د روزنې له پاره ډېر وخت په پام کې ونیسي، هغه د خپلو اولادونو روزنې ته له مخکې ډېر حساس شوی و. اولادونه هم باید د پلار د امر لاندې وای . پلار یې په ۱۶۱۳ زېږدیز کال کله چې پاسکال اته کلن و پاریس ته لاړه، ترڅو په ادبي او مذهبي څېړنو کې ډېر امکانات ولري . هغه د خپل زوی روزنه په غاړه واخیسته . لومړی یې په کور کې د ریاضیاتو ټول ښوونیز کتابونه راټول کړل . هغه په دې باور و، چې نباید زوی ته یې د خدای (ج) له لوري ورکړل شوې انرژي په نورو فعالیتونو مصرف شي، مګر پاسکال د ریاضي له زده کړې سره ډېره زیاته مینه لرله . هغه د خپل یوه دوست له لارې اقلیدسي کتابونه تر لاسه کول او پټ به یې مطالعه کول .

   پاسکال د دولس کلنۍ پرمهال په هندسه کې ډېر جدي شو او د اقلیدس د قضیو په اړه یې څېړنې پیل کړې، هغه پرته له دې چې ښوونکی ولري، وې کولای شول چې د اقلیدس ډېری هندسي قضیې له ځان سره ثبوت کړي . په شپاړس کلنۍ کې یې د تصویري هندسې یوه قضیه کشف کړه، چې وروسته د پاسکال قضیې په نوم ونومول شوه . نوموړي هماغه کال د ( مخروطي مقاطع ) په نامه یو کتاب ولیکه، کله چې پلار یې له دې موضوع څخه خبر شو، نو لومړی ډېر غوسه شو، خو وروسته د خپل زوی د فکر په ستروالي وپوهېده، له خپل پخواني هوډ څخه منصرف شو او هغه یې خپلواک پرېښوده، ترڅو ریاضیات زده کړي . دې کوچني نابغه د خپل کتاب په لیکولو سره ډېر زیات مشهور شو او د ریاضیاتو په هکله یې د خپل پلار نظر ته بدلون ورکړ . په اصل کې پاسکال د خپل ځان ښوونکی و . پلار یې پوه شوه، چې له دې څخه زیات نه شي کولای، چې د خپل هوښیار او ځیرک زوی مخه ونیسي . ځوان پاسکال د ریاضي پوهانو او عالمانو له یوې ډلې سره د مرسن د دایرې په اړه په یوه اوونیزه غونډه ګډون وکړ . کله چې د دې نابغه کتاب د دکارت لاس ته ورسېده، نو دا یې نه شوه منلی او وې ویل : دا هېڅ امکان نه لري، چې یو شپاړس کلن هلک دې پرته له دې، چې د رضیاتو د ښوونکو تر نظر لاندې ښوونه او روزنه وویني داسې کتاب ولیکي، مګر وروسته له دې، چې ډاډه شو، نو د هغه نبوغ او استعداد یې وستایه .

   پاسکال له شته کتابونو او دغه راز د اقلیدس او دکارت له کتابونو څخه ګټه اخیسته، خو ټول مطالب یې په سمه توګه نه شو زده کولای، ځکه چې ستونزمن لغتونه او شکلونه یې لرل . پاسکال د ګوتو په شمېر کسانو له ډلې څخه و، چې له خپله کاره یې خوند اخیسته . نوموړي په هغه دوران کې د هندسې په اړه یوه مقاله ولیکله او هغه یې د ریاضي پوهانو په یوه غونډه کې د هغوی حضور ته وړاندې کړه، چې د ټولو د پام وړ وګرځېده . په هندسه او ریاضیاتو کې د فعالیت سربېره هغه په فزیک کې هم څېړنې کولې . په ۱۶۴۰ زېږدیز  کال یې د حساب ماشین اختراع کړ، چې په دې اختراع سره یې ټول حیران کړل، یادې اختراع پاسکال لاپسې مشهور کړ . پاسکال د فزیک په برخه کې ډېر کشفیات کړي دي، چې د هغو له ډلې څخه کولای شو په سیالاتو کې د فشار لېږد په اړه د پاسکال اصل ته اشاره وکړو .

   بلز پاسکال ډېر هوښیار او خلاق و، په داسې حال کې، چې ټول د دکارت د تحلیلې هندسې د قضیې په درک باندې بوخت ول، نوموړي په ۱۶۳۹ ز کال د مخروطي مقاطع په برخه کې یوه مقاله ولیکله او هغه یې خپره کړه . د پاسکال اصل تر ټولو مهمه نظریه یې وه. د پاسکا اصل د مایعاتو د فشار د لېږد په اړه داسې وایي :  هغه فشار چې د مایع په یوه ځانګړې برخه باندې واردېږي، له کمښت پرته په ټولو برخو باندې یې واردېږي .

    د پاسکال شپږ ضلعي قضیې په هندسه کې انقلاب را منځته کړ. هغه څرګنده کړه، چې هغه درې نقطې چې د اضلاعو له تقاطع څخه یو شپږ ضلعي ته مخامخ محاط شوي دي او په یوه مخروطي مقاطع کې لاسته راځي، پر یوه مستقیم خط واقع کېږي، هغه مستقیم خط، چې د اضلاعو د تقاطع له هرو درې نقطو څخه په یوه نقطه یې مخامخ قرار نیسي د پاسکال خط په نامه یادېږي .

  خور یې ژیلبرت د هغه ژوند لیک ولیکه او هغې د خپل ورور په اړه داسې ولیکل : د ځوان پاسکال مقالې او نظریې په ریاضیاتو کې تر ټولو غوره نظریې دي، چې د ارشمیدس له وخته تر اوسه لیکل شوې دي . پاسکال له دوامدارې بې خوبۍ څخه ځورېده .

  پاکسال د خپلې خورې ژاکلین تر اغېزې لاندې راغی، عبادت خونې ته جذب شو او ځان یې کلیسا ته وقف کړ . په اصل کې  د دې نابغه له وجود څخه د نړۍ  بې برخې کېدل د ده خور پوچه او له تعصبه ډکه عقیده وه، چې په هغه یې اغېزه وکړه، نو له همدې امله یې خپلو ټولو علمي فعالیتونو ته شاه کړه او مسیحي راهبانو ته یې مخه کړه، له توبې او طلسم څخه د ګټه اخیستې له پاره به یې په خپلې ملا پورې مېخ لرونکی کمربند تاړه او په هغه سوړ تخت باندې به ویده کېده، کوم چې له خښتو څخه جوړ شوی و، ځکه خور یې په دې باور وه، چې پوهه جسمي شهوت ( خوند ) ته ورته یو رواني شهوت دی له پوهې څخه د خپل ذهن د پاکولو له پاره باید خپل جسم ته عذاب ورکړي، ترڅو د الله (ج) له لوري د بښنې وړ وګرځي . په همدې حال کې پاسکال د خپلې خور خاوند ته داسې ولیکل : ګومان نه کوم، چې لاچاره واوسو، هغه فکرونه او حکمونه، چې له تېر څخه موږ ته را رسېدلي دي ومنو، مګر داچې منطقي او له شک پرته دلیلونه ولري او زما په اند ډېره کمزوري او ناپوهي ده، چې څرګندو حقیقتونو ته غاړه کېنږدو او په خپلو زړو فکرونو باندې باور ولرو . په حقیقت کې پاسکال د هغه وخت د کلیسا په بېځایه او ناسنجل شوو عقایدو باور نه درلوده او یوازې د خپلې خور تر اغېزې لاندې راغلی و .

  په ۱۶۴۸ زېږدیز کال په کلیسا کې د غاښونو په درد اخته شو او له دې درد څخه د ځان ژغورنې په خاطر یې ریاضیاتو ته پناه یوړه او په اتو ورځو کې یې د انتیګرال او د خپلو نورو کشفیاتو په اړه د دیفرانسیل د محاسبې په برخه کې یو کتاب ولیکه . هغه د خپل ژوند څلور وروستي کلونه د ریاضیاتو او فزیک په برخه کې ګټور کارونه ترسره کړل او یوازې یې ځان شکنجه کړ، دغه راز هغه په مذهبي کارونو لاس پورې کړ او اتلس لیکونه یې د دې موضوع تر سرلیک لاندې ( که چېر خدای ج نه وای ) په خدای (ج) باندې بې عقیدې انسانانو ته په خطاب کې ولیکل . پاسکال ګټور او ستونزمن ژوند درلوده . نوموړي د ۱۶۵۴ ز کال د نومبر په ۲۳ مه نېټه په داسې حال کې د یوه سیند د پل په سر راګیر شو، چې  آس ګاډو خپل کنټرول له لاسه ورکړی وو د پله له دېوال څخه ښکته سیند ته ور وغورځېده، که څه هم له دې پېښې څخه وژغورل شو، مګر دې پېښې پرې بده اغېزه وکړه او سخت ناروغ شو . نوموړی په ۳۹ کلنۍ کې د هغې ناروغۍ له امله، کومه چې په ماغزو کې یې رامنځته شوې وه، په پاریس کې له دې نړۍ څخه د تل له پاره سترګې پټې کړې .

  پاسکا نه یوازې یو ریاضي پوه، فزیک پوه او مخترع و، بلکې یو فیلسوف او مذهبي لیکوال هم ګڼل کېده او څو کتابونه یې د بېلګې په ډول د ( فکرونه ) کتاب یې د مسیحي مذهب په برخه کې ولیکه .

  بلز پاسکا په دې عقیده و، په کوم څیز باندې د پوهېدلو له پاره باید له هغه څخه واټن ونیسو، ترڅو په هغه باندې قضاوت وکړو، مګر په هغه څیز پاندې د ښه پوهېدلو له پاره باید ښه یې احساس کړو، دا په هغه مسئله باندې د فرد د پوهېدو احساس دی . هغه ویل : تاسو له شوره ډکه نړۍ کې ژوند کوئ او دا غیر طبیعي شور د بشر له خوا را منځته شوی دی، ستاسو په حسونو باندې برید کوي او له تاسو څخه چوپتیا لرې کوي . انسان داسې روزل شوی، چې همېشه له سکوت څخه په تېښته کی دی . د ډیری خلکو په نظر یوازې اوسېدل یوازې یو خوب دی او د انسان ټولې ستونزې او بدمرغۍ له هماغه ځایه سر چینه اخلي او هغه نه شي کولای، چې په یوه کوټه کې یوازې کېني او خبرې وکړي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button