نثر
غزل / ډاکټر محمدحنيف حيران
د وصال يو څو شېبې انځورومه
انځورګر يم، منظرې انځورومه
اضطراب مې د زړه هر حالت کې زيات وي
که دې لرې که نږدې انځورومه
زړه مې جوړکړ، خو چې ښکلي بيا رانشي
اوس مې زړه ته دروازې انځورومه
نه هوا شته، نه توپان چې سيند روان کړي
اوس به څرنګه څپې انځورومه؟
ستا د حُسن پيرزوينه يې ګڼمه
چې غزل کې عاطفې انځورومه
د ګل بوټو کتابونه مې لوستلي
د ګلونو سيپارې انځورومه
زړه دې وينمه چې څومره رانږدې دی
شم حيران چې فاصلې انځورومه
د کاغذ پر مخ ځاييږي نه حيرانه!
چې د زلفو سلسلې انځورومه.