وروستی مرستندوی مه اوسه
له پنده ډکه کیسه :
ژباړن : عطا محمد میاخېل
په یوه واورینه ورځ، یوې پېغلې چې کریمي جامې یې پر تن وې، په سړک باندې موټر ځغلاوه، ناڅاپه یې د موټر ټایر پنجر شو، پېغله لاچاره له خپل موټر څخه راښکته شوه، ترڅو له نورو موټر چلوونکو څخه مرسته وغواړي .
موټرونه یو له بل څخه تېرېدل، خو پېغلې ته یې هېڅ پام نه کاوه، پېغله کابو پنځه څلوېښت دقیقې د مرستې په تمه ولاړه وه، مګر د مرستې له پاره یې هیچا خپل موټر ونه دراوه، بالاخره یو ډېر زوړ موټر د پېغلې د موټر تر څنګ ودرېده او یو ځوان ترې را ښکته شو. پېغله په پیل کې ډېره وېرېدلې وه، خو خپله وېره یې کابو کړه، ځوان په ډېر مودبانه ډول پوښته وکړه : مېرمنې ! څه مرسته کولای شم ؟ پېغلې ځواب ورکړ : موټر مې پنجر شوی او هېڅوک زما د مرستې له پاره، له خپل موټر څخه را کوز نه شو . ځوان له هغې څخه وغوښتل، ترڅو په خپل موټر کې په تمه کېني، ځکه چې د ډېر وخت له پاره د سړک په سر په سړو کې ولاړه وه .
څو دقیقې تېرې شوې، ځوان د ښیښې واورې پاکې کړې او وې ویل : د موټر ټایر دې جوړ شو؛ پېغلې د پنجرۍ له پیسو څخه څه زیاتې پیسې له خپل جیب څخه را وویستې او ځوان ته یې ونیولې او وې ویل : مننه چې مرسته دې راسره وکړه . ځوان پیسې وانه خیستې، بېرته یې پېغلې ته ورکړې او ورته وې ویل : دا کار مې یوازې او یوازې د الله (ج) د رضا له پاره تر سره کړ، مګر په بدل کې یې له تا څخه غوښتنه کووم، چې وروستی مرستندوی مه اوسه. له یو بل څخه یې خدای پامانې وکړه، ځوان په خپل موټر کې سپور شو او لاړه .
پېغله چې ډېره وږې شوې وه، نو د لومړي هوټل په لور وخوځېده، په هوټل کې ناسته وه، یوه ځوانه ښځه، چې ګارسوني جامې یې پرتن او د امیندوارۍ وروستۍ میاشت یې وه، د دې لور ته راغله او په ډېرې مهربانې یې ترې وپوښتل : څه غواړې ؟ پېغلې د اتیا ډالري خواړو فرمایش ورکړ، وروسته له دې چې خواړه یې وخوړل، نو یادې ښځې ته یې د سلو ډالرو یو نوټ ورکړ، ګارسونه لاړه، ترڅو پاتې شل ډالره یې ورته راوړي، کله چې راغله، ګوري چې پېغله تللې ده او د مېز پرمخ یې یو یاد داشت پریښی دی، چې په هغه کې یې داسې لیکلي وو : هغه شل ډالره او څلور سوه ډالره، کوم چې د کاغذي دستمال لاندې ایښي دي واخله، ترڅو د زېږون پرمهال له کومې ستونزې سره مخامخ نه شې او په بدل کې یې هڅه وکړه، ترڅو وروستی مرستندوی ونه اوسې .
د شپې د ښځې خاوند ډېر خواشینی کورته راغی، خپلې مېرمنې ته یې مخ ور واړاوه او وې ویل : نن هېڅ کار نه و او دا چې ستا د ماشوم زېږولو وخت هم را نږدې شوی، د زېږون پیسې له کومه ځایه پیدا کړم، په داسې حال کې چې له یوه زاړه موټر پرته نور هېڅ نه لرو ؟ ښځې په ډېر تعجب خپل خاوند د هغې ورځې کیسه وکړه، کومه چې د کریمې جامو والا پېغله هوټل ورغلې وه او ۴۲۰ ډالره مرسته یې ورسره کړې وه او په بدل کې یې ترې غوښتنه کړې وه، ترڅو وروستی مرستندوی ونه اوسي .
د ځوان له سترګو اوښکې را وڅڅېدې او خپلې مېرمنې ته یې وویل : نن سهار مې د سړک ترڅنګ له دې پېغلې سره یوازې د الله (ج) د رضا په خاطر مرستې کړه وه او له هغې څخه مې غوښتي وو، ترڅو وروستی مرستندوی ونه اوسي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پای لیک : په کوم لاس یې چې ورکړې، نو په هماغه لاس یې بېرته تر لاسه کوې .
کله وخت مې زړه سوزي، چې څومره کولای شو، مهربان واوسو، مګر نه یو .
کله وخت مې زړه سوزي، چې څومره له یو بل سره واوسو، خو له یو بل څخه واټن اخلو .
څومره کولای شو، چې زړونه لاسته راوړو، خو زړونه ځوروو .
په یاد مو وي، چې همدا نېکي ده، چې بېرته موږ ته راګرځي .