نثر

نېکمرغه سړى

ژباړه:گل رحمن رحمانی

پاچا ناروغ شو او اعلان يې وکړ

هر څوک چې زما سمه درملنه وکړي، خپله نيمه پاچاهي به ورډالۍ کړم.
ټولو خلکو لټون پيل کړ چې د پاچا درملنه وکړي، خو هېڅوک يې هم په درملنه نه پوهېدل.
يوازې يوه پوه کس وويل:((فکر کوم چې د پاچا درملنه کولى شم. که چېرته يو نېکمرغه انسان پيدا کړى، کميس يې وباسى او پاچا ته يې ور واغوندى، نو پاچا به خپله ورسره روغ شي.))
پاچا هرې خوا ته د همداسې يوه نېکمرغه انسان د لټون لپاره خلک واستول.
دوى د ملک ټولو برخو ته سفرونه وکړل، خو بيا يې هم داسې کوم نيکمرغه انسان پيدا نه کړ. حتى يو کس يې هم پيدا نه کړ چې له ژوند نه بشپړ راضي وي.

هغوى چې شتمني درلوده، ناروغان وو، هغوى چې روغ رمټ وو، غريب وو، يا که سالم او شتمن وو، نو بده ښځه او ناوړه ژوند ېې درلود. که چا به اولاد درلود د مور او پلار درناوى يې نه و زده، لنډه دا چې هر انسان له يو څه نه ګيله من و او شکايت يې درلود.
ددې لټون په پاى کې يوه شپه د پاچا زوى د يوه بېوزلي او غريب کس له جونګړې د تېرېدو په حال کې و چې په هغه يې سترګې ولګېدې . دې کس له ځان سره ويل: شکر خدايه! کار مې بشپړ کړ، په مړه کېډه مې ډوډۍ وخوړه، اوس کولى شم چې اوږد وغځېږم او ارام ويده شم.! نور به نو څه وي چې غواړم يې؟
د پاچا زوى خوشحاله شو او امر يې وکړ چې ددې کس کميس واخلئ او پاچا ته يې ور وړى، هر څومره پيسې يې چې بدل کې غواړي، وريې کړئ.
د پاچا سرتېري د بېوزلي کس جونګړې ته د کميس وړلو لپاره ور ننوتل، خو دا نېکمرغه کس دومره غريب وو چې کميس يې هم نه درلود.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button