بېډۍ – لنډه کيسه
اووه كلن هلك په ستمي په چوتره كې ستونى ستغ اوږد وغزېد. له پرېوتو سره يې زرينه خولۍ له سره ولوېدله، د مغزي په كږولو سره يې خپلې انا ته وكتل، هغې په اوكلۍ (هاون) كې يوڅه ټكول. هلك د خپل كميس د څنګ په جېب كې كوچنى او چاودي لاس ننه ايست، يو موټ رنګېدلې بېډۍ يې پر غولي كښېښودلې، پر كيڼ اړخ راواوښت، په ګردو خړو سترګو يې په مينه پر زاړه ليمڅي پرتو بېډيو ته كتل… بېډيو ته نژدې يو ژېړ مېږتون د ليمڅي په راوتلو وړيو كې نښتی و، هلك د مېږي د سپڼسي غوندې نريو پښو ته ځير شو، له ځان سره وغړمبېد:
«پښې يې بي بېډيو دي.»
له دې سره يې پر مېږي د خپل ښي لاس بټه ګوته كښېښوده او هغه يې چيختاړې كړ. يوځل بيا يې انا ته پام شو، د ده په فکر، د هغې د مخ په ګونځو كې مېږي لار وركوله، د مخ څرمن يې د ډول د څرمنې غوندې رنګ درلود، غوټې او زړېدلې پوزې يې د خيشتې خولې پاسنۍ خړه شونډه پټه كړې وه. د هلك وړې شونډې وخوځېدلې:
«څه شى ټكوې؟»
د اوكلۍ په ټنګ او ټونګ كې يوه نري غږ ځواب وركړ:
«باديان دي، تېره شپه دې د نس له درده ټوپونه وهل، دا دانې د بادو لپاره ښې دي».
هلك د اوكلۍ تر څنګ ايښې پيالې ته وكتل، پياله له بورې ډكه وه، يو خرپټ بوره يې خولې ته واچوله. په ډكه خوله يې وويل:
«خواږه هم ورګډوې؟»»
بوډۍ ځواب ورنه كړ.
هلك مازيګرني ژېړ لمر ته وكتل، سترګې يې چوخۍ شوې، په زوټه(زوره) يې وويل:
«د بېډيو سلامت ميدان مې چور كړ».
بوډۍ غلې وه، هلك يوه رنګېدلې سره بېډۍ له غولې راپورته كړه، ويې ويل:
«دا زما مال وه، په خپلو ګوتو مې رنګولې وه، تېره ورځ باتور رانه وګټله. خو شېبه مخكې مې له دغو نورو بېډيو سره يو ځاى را وتښتوله….»
هلك يوه شېبه انا ته وكتل، د هغې پرتندي سپين وېښته پراته وو، بوډۍ په ځړېدلي سر اوكلۍ ټنګوله…
هلك وويل:
«باتور دومره هم ګټيالى نه دى او نه يې هم د چينجي غوندې نرى لاس دومره پياوړى دى، چې له ميدان څخه بېډۍ وباسي. د بېډيو ګرده دايره به دې نه وي ليدلې، ډېره لويه ده، دومره لكه ستا د كميس ګرده لمن چې پر غولي وغوړوې، خو د باتور ټول بخت د هغه په لوى او غوايي ډنګ بېډي كې دى. كه يې وار هر څومره سوكه ( ورو ) هم وي، خو بيا هم په خپله د بېډي دروندوالى په وار سره كتار دوه درې بېډي له دايرې ايستلاى شي. باتور د كلي ټول هلكان خوار كړل. په خپله وايي چې په خزانه كې يې سل- شپږشله بېډۍ پرتې دي».
هلك يوځل بيا پيالې ته وكتل، خو دا ځل يې د انا له وېرې بورې ته لاس وراوږد نه كړ. زياته يې كړه:
«ته پوهېږې چې باتور دا بېډۍ له كومه كړې دی؟»
بوډۍ په ځړېدلي سر وويل:
«غوږونه مې مه خوره».
هلك سر هسك كړ، تر چوترې لاندې پر اخور ولاړ مزي ( چاغ ) سخوندر ته يې وكتل.
د خپل پلار خبره ورپه زړه شوه:
«دا مې دې د انا لپاره اخيستى دى. هغې خپل عمر خوړلى، سخوندر به په هغې پسې خيراتوم.»
ويې ويل:
«بېډى يي د انا په خيراته كې د سخوندر په پخو غوښو كې موندلى و، ما په شلو بېډيو ورنه غوښت، خو ده نه بدلاوه، باتور به دې اوس نه وي ليدلى؟ عجب نور يې كښلى، كټ مټ لكه،لكه څه شى؟»
دا وخت يې شا ته پر تېرېدونكې تورې پيشو سترګې ولګېدې، په هغې پسې يې ځان وغزاوه، د پيشو تر شاتنۍ ډنګرې پښې يې خپل د لاس ګوتې تاو كړې او په داسې حال كې چې د ځان خوا ته يې راكشوله، خپله خبره يې بشپړه كړه:
«لكه دا اكربه پيشو».
وروسته يې پيشو تر څټ ونيوله، د هغې مخ يې خپلو سترګو ته ورنژدې كړ، په زوټه يې وويل:
«برېتونه يې ګوره، داسې تك سپين دي، لكه ستا د سر وېښتان، د پوزې سر يې هم زخم دى، لكه چې كوم موږك غاښ پرې لګولی. عمر يې تېر دی، ډېر ژر به په ژوندوني لا د موږكانو خوراك شي».
وروسته يې د پيشو زنګنونه د لاس په ګوتو ټينګ كړل، ښه يې كښېكاږله، له ځان سره وغړمبېد:
«لكه چې دا ورسته هم بې بېډيو ده.
له دې سره يې پيشو تر چوترې لاندې غوځاره كړه، پيشو وچونګېده او په بېسيكه ګامونو له هغه ځايه وتښتېده.
بوډۍ په خوشكه ( غوسه ) هلك ته وكتل، پر خپلو سپينو وېښتو يې توره څوڼۍ (پوړنى) راكش كړ.
هلك يوځل بيا د انا كوت- كوت مخ ته سترګې ور واړولې، خو دا وارې يې د بوډۍ تر وړو سترګو راګرځېدلې تورې حلقې ته پام شو. په زړه كې ورتېره شوه (( لكه چې اوس مې بخت بيدار شو)). وروسته يې په لوړ غږ وويل:
«تر سترګو شا و خوا پوستكى دې تور شوى دى، د باتور د انا سترګو هم همداسې توره لمبه كوله، كټ مټ لكه ستا، ما تر مرګ دوې ورځې مخكې ليدلې وه».
د بوډۍ سترګې له اوښكو ډكې شوې، دې ته د لومړي ځل لپاره د اوكلۍ ژېړ لاستى دروند واېسېد، خو بيا يې هم په ځړېدلي سر اوكلۍ ټنګوله….
د هلك څېره خوشحاله ښكارېدله، ده په وږو سترګو د سخوندر مزو زنګنو ته كتل، خو لوږه يې د يوه هډوكي لپاره وه. په زړه كې يې پرله پسې ورګرځېدل
_ مري، انا مې مري او بيا به باتور ته وروښيم چې بېډۍ څنګه ګټل كېږي.