ټولنه
د ماشومانو د ټولنیز کېدو له پاره لس لارې چارې
ژباړن : عطا محمد میاخېل
ستاسو د ماشوم روزنې سبک ډېر توپیرونه را منځته کوي . که چېرې تاسو خپل شرمېدونکي ماشوم ته اجازه ورنه کړئ، چې خپلواک واوسي او له نورو سره په ټولنیزو چاپېریالونو کې د راکړې ورکړې اړیکه ټینګه کړي، نو تاسو یې شرمېدونکی حالت لاپسې ډېروئ او د شرمېدونکي اوسېدو په وړاندې مبارزه له ستونزو سره مخ کوئ . له بلې خوا که چېرې تاسو خپل شرمېدونکی ماشوم دېته اړ کړئ، چې ټولنیزو چاپېریالونو ته لاړشي او دا هیله ولرئ، چې هغه به ځان برابر کړي، په ځان باندې باور به یې ووژنئ . هغه څه چې په دې برخه کې اړین دي له متعادلو او متوازنو لارو چارو څخه ګټه اخیستل دي . لاندې لس هغه لارې چارې ذکر شوي، کومې چې له تاسو سره د ستاسو د ماشوم په ټولنیز کېدو کې مرسته کوي .
تاسو له دې موضوع څخه، چې ماشوم مو غواړي تل ستاسو ترڅنګ وي خوند اخلئ، خو نه هغه مهال چې خلک ورته غږ کوي او غواړي، چې له هغه سره خبرې وکړي او هغه په تاسو پورې نښتی وي . د بېلابېلو جنتیکي دلیلونو له امله ځینې ماشومان شرمېدونکي نړۍ ته راځي . هغوی په ډېر احتمال سره په ټولنیزو چاپېریالونو کې لکه : مېلمستیاوې، په خپلو والدینو پورې نښلي او ډېره ورته ستونزمنه ده، چې په یوازې توګه د خپلو دوستانو کورته لاړ شي . که چېرې ستاسو ماشومان ذاتاً شرمېدونکي دي، ډېره ستونزمنه ده، چې له هغه څخه هیله ولرئ، په لنډ مهال یا منځ مهال کې په یوه زړور ماشوم باندې بدل شي . په حقیقت کې د شخصیت ځانګړي اړخونه ناشوني دي، چې بدل شي . سره له دې هم ډېر کارونه شته، چې تاسو کولای شئ، د خپل ماشوم د شرمېدونکي حالت سره د مبارزې له پاره یې ترسره کړئ، چې له ځینو څخه یې لاندې یادونه شوې ده .
۱ ـــ معقولې هیلې ولرئ :
په داسې حال کې، چې تاسو له هرې لارې چارې څخه ګټه اخلئ، ترڅو ماشوم مو ټولنیز شي، اړینه ده، ومنئ، چې ځینې ماشومان ډېر ټولنیز او ځینې کم ټولنیز دي . د ماشوم ټولنیز اوسېدل د هغه له خور، ورور او یا همزولو سره مه پرتله کوئ، زغم ولرئ، ځکه چې د دې مهارت ښوونه آسانه نه ده، ستاسو په مرستې او لارښوونې سره به ستاسو ماشوم په بشپړه توګه د دې توان پیدا کړي، چې ملګری پیدا کړي او د وخت په اوږدو کې ټولنیز شي .
۲ ـــ پر دوستۍ تمرکز وکړئ، نه پر محبوبیت :
ستاسو موخه نباید دا وي، چې خپل ماشوم محبوب کړئ . دا کار نه یوازې ستاسو ماشوم د غیر ضروري فشارونو لاندې راولي، بلکې محبوبیت یوه ژر تېرېدونکې پېښه ده، چې د وخت په اوږدو کې له منځه ځي، له دې امله په خپل ماشوم کې د دوستۍ روحیه وروزئ.
۳ ـــ د خبرو او عمل ترمنځ مو باید توپیر نه وي :
تاسو باید یوه ښه بېلګه واوسئ . که چېرې تاسو ټولنیز نه یاستئ، نو نه شئ کولای، چې له خپل ماشوم څخه د ټولنیز اوسېدو هیله ولرئ . تاسو کولای شئ، د خپل ماشوم دوست او د هغه مور او پلار خپل کور ته را وبلئ . ښه کوربه واوسئ . مودبانه او په ډېر درنښت له خپلو مېلمنو سره خبرې وکړئ . ستاسو ماشوم تل ستاسو چلندونه ګوري او دا ستاسو د ماشوم له پاره تر ټولو غوره درس دی .
۴ ـــ یوازې هغه مهال، چې ماشوم اړتیا لري، ورسره مرسته وکړئ :
له خپل ماشوم سره د ښوونځي په اړه خبرې کول، تل یوه ښه نظریه ده، د نورو د چلند په اړه د هغه عواطفو، احساساتو او کیسې ته غوږ ونیسئ . ښایي داسې ځای شتون ولري، چې ماشوم مو احساس وکړي، چې د خپلو همزولو له خوا رټل شوی . دا پېښه کولای شي تاسو هم خپه کړي . ستاسو غریزي غبرګون به ستاسر له ماشوم سره مرسته کړې وي او له هغه څخه به ساتنه وي . حتی کېدای شي هغه ته وړاندیز وکړئ، چې د هغه له دوستانو سره خبرې وکړئ، خو دا کار مه کوئ . تاسو باید له خپل ماشوم څخه د مرستې په اړه پوښتنه وکړئ. د هغوی په دوستانه جګړو کې مه ښکېل کېږئ . په یاد ولرئ، چې صمیمي دوستان کولای شي، حتا وروسته له جګړې، په ډېرې چټکۍ او ستاسو له مرستې پرته، د خپلې اړیکې د بیا رغولو له پاره، دوستانه اړیکه ټینګه کړي .
۵ ـــ خپل ماشوم ته دا ور زده کړئ، چې څنګه پوښتنه وکړي :
که چېرې ستاسو د ماشوم له پاره ستونزمنه وي، چې په ټولنیزو ځایونو کې اړیکه ټینګه کړي، ښایي دلیل یې دا وي، چې هغه نه پوهېږي، څنګه دا کار ترسره کړي، نو هغه ته ور زده کړئ، چې څنګه ځان معرفي کړي او څو پوښتنې، چې د لیدنو کتنو کنګل اوبه کوي وپوښتي . لکه : حالت مو څنګه دی ؟ نن څنګه وو ؟ آیا غواړې، چې زما له موټرونو سره لوبې وکړې ؟ او …..
۶ ـــ له انځوریزو کارتونو او فلمونو څخه ګټه واخلئ :
کله وخت یو ماشوم ټولنیز نه دی، په دې دلیل، چې هغه نه پوهېږي، چې په کومو حالاتو کې د افرادو څېرې او ژبې ته پام وکړي . له انځوریزو کارتونو او فلمونو څخه د لیدونکو نښو د روزنې له پاره، له ماشومانو سره مرسته وکړئ، ترڅو وکولای شي، د نورو احساسات لکه : غوسه، خوشالي، خواشیني او ستړیا درک کړي . د رول لوبونې له لوبې څخه په ګټه اخیستنې ماشومانو ته ور زده کړئ، چې په بېلا بېلو ځایونو کې څنګه غبرګون وښیي .
۷ ـــ دوستان یې کورته را وبلئ :
د خپل ماشوم د ټولنیز کېدو له پاره آرامه او امن چاپېریال وړاندې کړئ . پرځای د دې چې هغه د لوبو له پاره د دوستانو کورته یې ولېږئ، دوستان یې خپل کور ته را وبلئ . د دوستان له راتګه څخه یې مخکې له هغه سره د لوبو د سامان آلاتو او د نوموړي د دوستانو د خوړنیزو توکو په اړه ورسره وغږېږئ . کله چې هغه له دې تګلارې سره آشنا شو او له خپلو دوستانو سره یې د آرامتیا احساس وکړ، کولای شئ، د هغه د دوستانو کورته یې ور ولېږئ .
۸ ـــ په خپل ماشوم کې په ځان باندې اعتماد را منځته کړئ :
د خپل ماشوم هڅو ته ارزښت ورکړئ . د داسې جملو په ویلو سره، لکه : دا کار دې په سمه توګه نه دی ترسره کړی . په ځان باندې باور یې را کموئ . خپل ماشوم ته په اجازه ورکولو سره، چې خپلې ځینې ټولنیزې ستونزې په خپله حل کړي، هغه پیاوړی کوئ . پرځای د دې چې خپل ماشوم ته ووایئ، چې کوم کار ترسره کړي . له هغه څخه وپوښتئ، چې کوم کار غواړي ترسره یې کړي .
۹ ـــ په خپل ماشوم باندې فشار مه راولئ :
ځینې والدین له خپل ماشوم څخه غواړي، ترڅو د ډېرو خلکو په وړاندې شعر ووایي، په داسې حال کې، چې دا پېښه د یوه ټولنیز ماشوم هم خوښېږي، خو یو شرمېدونکی ماشوم خپه کوي . په دې اساس هغو نښو نښانو ته پام وکړئ، کومې چې ماشوم مو له ځانه څرګندوي او هڅه وکړئ، چې احساسات او حالت یې تشخیص کړئ .
۱۰ ـــ مرور او بررسي وکړئ :
له یو بل سره د اوسېدو له هرې ټولنیزې دورې وروسته، لکه : د زېږون جشن، د هغې پېښې په اړه ورسره خبرې وکړئ . د بېلګې په توګه : له خپل ماشوم څخه وپوښتۍ : څه څه مو زده کړل او یا بل ځل مېلمستیا څنګه وي، چې ورسره مینه لرې او …..