ويډيو
په سعودي کې يوه کس د قصاص د ځای ويډيو خپره کړې

په سعودي کې د وژلو جزا قصاص يا بېرته وژل کېدل دي. خو د دغو جزاګانو د پلي کېدو انځورونه خپرول غير قانوني دي. څه موده مخکې، په داسې حال کې چې يو مجرم د قصاص کېدو ځای ته وړل شوی و او د جزا په انتظار و، د مقتول کورنۍ هغه ته بښنه وکړه. قاتل له خوښۍ په سجده پرېوځي. دغه صحنې د يوه چا له لورې په ويډيو شکل خپرې شوې دي.
د رياض پوليسو ويلي دي چې هغه کس يې نيولی چې د قصاص د ځای د ويډيو په خپرولو يې د سعودي قانون مات کړی.
ياده ويډيو دلته کتلای شئ:
https://twitter.com/ksa_sna/status/790093980247724033