د نړۍ سخت زړي او نرم زړي خلک وپېژنئ
د نړۍ اروا پوهانو په ټولو هېوادونو کې د نرم زړو او سخت زړو خلکو د معلومولو له پاره څېړنې ترسره کړي دي. د څېړنو پايلو ښکاره کړې ده چې د نړۍ سخت زړي خلک په بالټيک او شرقي اروپا کې اوسېږي. دغه راز څېړنې ښکاره کړې چې د نړۍ ډېر نرم زړي او عاطفي خلک په لاتيني امريکا او عربي خليج کې اوسېږي.
دغه څېړنه د Cross-Cultural Psychology مجلې د ارواپوهانو له لورې ترسره شوې ده. څېړنه کې د ۶۳ مختلف هېوادونه شامل وو. د څېړنې پايله کې نرم زړي هېوادونه بالټيکي او شرقي اروپايي هېوادونه په ګوته شوي، چې په کې استونيا، لاتيا، لتوانيا، روسيه، چک جمهوريت، پولنډ، هنګري، سلواکيا، يوکراين، بلغاريا، بلاروس، سربيا، بوسنيا او هرزګونيا، البانيا، کوسوو، مقدونيه او نور شامل دي. بلې خوا د نړۍ نرم زړو هېوادونو کې لاتيني امريکا ښودل شوې چې برازيل، مکسيکو، چيلي، ارجنټينا، کولمبيا، وينزويلا، پيرو، کيوبا، ايکوادور، يوروګوای، ايکاراګوای او نور شامل دي. دغه راز د عربي خليج هېوادونو اوسېدونکي هم د نړۍ نرم زړو هېوادونو کې راغلي چې دوی کې سعودي، کويټ، بحرين، امارات، عراق، قطر، عمان، یمن شامل دي.
د ارواپوهانو دغې ډلې په خلکو کې هغه ځانګړنې معلومې کړي دي چې د خلکو پر عواطفو اغېزه لري. دغو ځانګړنو کې پر نورو باور، د مسؤوليت احساس او دغه راز د خلکو اجتماعي او انفرادي تمايلات په ګوتو شوي.
څېړنه ښکاره کوي چې له نورو خلکو سره لږه همدردي او د نړۍ ډېر سخت زړي خلک په پولنډ، لتوانيا، استوانيا او بلغاريا شامل دي. بلې خوا ډېر نرم زړي د اکاوادور، سعودي، پيرو او ډنمارک خلک په ګوته شوي دي.