پاموړ

هغه دولتونه چې ښځې يې له یوه زيات مېړونه لري

د نړۍ په ځېنو سېمو لکه نيپال ،افريقا او د هند په ځېنو برخو کې تر اوسه ښځې په یو وخت کې دوه  یا زیات ميړونو ته ودول کيږي.

دغه رواج له تاريخي پلوه په تېبت، چين، بوتان او د نړۍ په ځېنو نورو  سيمو کې شته و.

دغه پديده تر ډیره په هغه تنګسمنو سيمو کې شته و چې د خوراک له کمښت سره مخ وې او ښځو کولای شول چې شتمني لاس ته راوړي. چينايي یرغل له دغې رواجه خلک منع کړل، خو د دې سربېره اوس هم په ځينې چينايي سېمو کې دا رواج شته.

تراوسه پورې د کينيا، تنزانيا، نجيریا، او جنوبي امريکا په ځېنو قبيلو او ټولنو کې یوه ښځه له ډېرو نارينه و سره ودونه کوي.

دغه ډول ودونه تر ډېره د ورونو تر منځ کيږي. کومه ښځه چې د پردیو په پرتله له دوه خپلو سره واده وکړي، سوکاله او ارام ژوند لري.

په يوګنډا هېواد کې هغه ښځه چې د کار له امله مختلفو سیمو ته نقل او حرکت کوي، په مختلفو ځايونو کې مېړونه لري. د اولاد نسبت يې مور ته کېږي او پلار ته يې نسبت دومره مهم نه بلل کيږي.

امريکايي څېړنه وايي چې د کورنۍ مختلفو غړو سره واده په اسيا کې خلکو ته دا فرصت ورکړی چې د ځمکې ملکيت له ځانه سره وساتي. په همالایا کې خلکو خپلو زامنو ته يوه ښځه ددې لپاره کوله چې ځمکه يې تقسيم نشي، ځکه اکثره شتمنۍ ښځې پسې ليکل کېدې.

امريکايي سي ان ان تلويزون څو کاله مخکې په دې اړه یو راپور خپور کړی و، چې پکې د یوه هندي فاميل کيسه، چې له یوې ښځې، دوه مېړونو او درې بچيان جوړ و، خپره کړه. دواړه مېړونه سره ورونه و. د دوی کارونه يو ځای او ژوند يې په یوه کور کې له ګډې مېرمنې سره کاوه. مېرمنې ویل چې، له دواړه مېړونو سره په یوه اندازه مينه لري. دغه رنګه ودونه د هغه کورنیو لپاره چې دوه نارینه ولري ضروري ګڼل کيږي. په دغسې ودونو کې  بیولوژيکي (حقيقي) پلار معلومولو پسې څوک ځان نه ستړی کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button