ټولنه

د انتوني را بینز یو ویشت انرژي زېږونکې جملې

ژباړن : عطا محمد میاخېل
  دا متن د انتوني رابینز مؤسسې له خوا ستاسو د بریالیتوب له پاره را لېږل شوی دی او تر اوسه لس ځلې ټولې نړۍ ته استول شوی دی . دا پیغام له ځان سره وساتئ .
۱ ـــ له خلکو سره له هغه څه څخه ډېره مرسته وکړئ، کوم چې دوی یې تمه لري او دا کار په ډېرې خوښۍ او خوشالۍ سره ترسره کړئ .
۲ ـــ له هغه نر یا ښځې سره واده وکړئ، چې له هغې یا هغه سره خبرې کول مو خوښېږي. کله چې زړېږئ، د نورو مهارتونو په څېر د خبرو اترو مهارت هم مهم کېږي .
۳ ـــ هر څه چې اورئ باور مه پرې کوئ؛ هر څه چې لرئ، ټول مه لګوئ او هماغومره چې غواړئ مه ویده کېږئ .
۴ ـــ کله چې وایئ :  مینه درسره لرم، باید موخه مو همدا وي .
۵ ـــ کله چې وایئ : خواشینی یم . د مقابل لوري سترګو ته وګورئ .
۶ ـــ مخکې تر دې چې واده وکړئ، لږ تر لږه د شپږ میاشتو له پاره کوژده پاتې شئ .
۷ ـــ په مینه باندې په لومړي لید سره باور ولرئ .
۸ ـــ هېڅکله د چا په خوبونو باندې ملنډې مه وهئ . هغه کسان چې خوبونه نه لري، هېڅ نه لري .
۹ ـــ په ژوره توګه او په احساس سره مینه وکړئ . ښایي زیان ووینئ، مګر دا یوازینۍ لاره ده، چې کولای شئ، په بشپړه توګه ژوند وکړئ .
۱۰ ـــ په اختلافاتو کې په عادلانه توګه وجنګېږئ او د هیچا نوم مه اخلئ .
۱۱ ـــ خلکو ته د هغوی د خپلو خپلوانو له لارې لارښوونه وکړئ .
۱۲ ـــ په آرامه توګه خبرې وکړئ او چټک فکر وکړئ .
۱۳ ـــ کله چې  له تاسو څخه څوک پوښتنه کوي، نه غواړئ، چې ځواب یې ورکړئ، موسکي شئ او ووایئ، ولې غواړې په دې باندې پوه شې ؟
۱۴ په یاد ولرئ، چې ستره مینه او ستره بریا د ستر خطر سبب دي .
۱۵ ـــ کله چې څوک پرنجی کوي، نو تاسو ورته ووایاست چې روغتیا دې وي .
۱۶ ـــ کله چې کوم څه له لاسه ورکوئ، له هغه څخه درس اخیستل له لاسه مه ورکوئ .  
۱۷ ـــ دا درې ټکي په یاد ولرئ : خپل ځان ته درنښت، نورو ته درنښت او د خپلو ټولو کارونو مسؤولیت منل .
۱۸ ـــ اجازه مه ورکوئ، چې یو کوچنی اختلاف مو سترې دوستۍ او ملګرتیا ته زیان ورسوي .
۱۹ ـــ کله مو چې پام کېږي، تېروتنه مو کړې ده، نو د سمون له پاره یې ژر تر ژره اقدام وکړئ .
۲۰ ـــ کله چې ټیلیفون پورته کوئ، نو موسکا وکړئ، چا چې ټیلیفون کړی، هغه به یې ستاسو په غږ کې واوري .
۲۱ ـــ خپل یوازې توب ته وخت ځانګړی کړئ .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button