نثر
د یوناني پاچا الکساندر وصیت
ژباړن : عطا محمد میاخېل
د یونان ستر پاچا الکساندر د ډېرو حکومتونو او پاچاهیو له نیولو وروسته خپل هېواد ته د راستنېدو په حال کې و . په لاره کې ناروغ شو او د څو میاشتو له پاره بستري شو .
مرګ ته په نیږدې کېدو سره الکساندر دا ومونده، چې دومره بریاوې، ستر پوځ، تېره توره او ټوله شتمنه یې بې ګټه ده . هغه د وسله وال ځواک بلاندویان ( قوماندانان ) را وغوښتل او وې ویل : زه به له دې نړۍ سره ډېر ژر مخه ښه وکړم، د مهربانۍ له مخې زما غوښتنې هرو مرو پرځای کړئ .
په داسې حال کې چې د وسله وال ځواک د قوماندانو له سترګو څخه اوښکې بهېدې، ومنله چې د پاچا وروستۍ غوښتنې به پرځای کوي . الکساندر وویل : لومړۍ غوښتنه مې داده، چې زما ډاکټران ( روغتیا پالان ) به زما تابوت په یوازې توګه لېږدوي، دویم دا چې کله زما تابوت د قبر په لور وړل کېږي، هدیرې ته تللې لار باید په سرو زرو، سپینو زرو او قېمتي تیږو، چې په خزانه کې مې را ټولې کړي، وپوښل شي .
درېیمه او وروستۍ غوښتنه مې داده، چې دواړه لاسونه مې باید له تابوت څخه ښکته ځوړند وي . کوم خلک چې په هغه ځای کې راټول شوي وو، د پاچا له دې عجیبو غوښتونو څخه حیران شول، خو هیچا د نیوکې جرات نه درلوده . د الکساندر د خوښې وړ قوماندان د هغه لاسونه ښکل کړل، په خپل زړه باندې یې کېښودل او وې ویل : پاچا ! تاسو ته ډاډ درکووم، چې ستاسو ټولې غوښتنې به پرځای کېږي، خو دا ووایئ، چې ولې داسې عجیبې غوښتنې لرئ ؟ د دې پوښتنې په ځواب کې الکساندر لومړی ژوره ساه وویسته، بیا یې وویل: زه غواړم نړۍ له هغو درې درسونه څخه خبره کړم، کوم چې نوي مې زده کړي دي. غواړم چې ډاکټران مې تابوت ولېږدوي، ځکه خلک باید په دې باندې پوه شي، چې هېڅ ډاکټر نه شي کولای، هیچا ته روغتیا ورکړي، هغوی کمزوري دي او نه شي کولای، چې انسان د مرګ له منګولو څخه وژغوري . په دې اساس مه پرېږدئ، چې خلک فکر وکړي ژوند تل پاتې دی .
دویمه غوښتنه مې هدیرې ته په تللې لار باندې د سرو او سپینو زرو او د قمېتي تیږو تویول، خلکو ته دا پیغام رسوي، چې حتی نه شم کولای یو مثقال سره زر هم له ځانه سره یوسم . پرېږدئ، چې خلک پوه شي، په پیسو او شتمنیو پسي تلل د وخت بېځایه تېرول دي .
درېیمه غوښتنه، یانې لاسونه مې له تابوت څخه باید بهر وي، غواړم خلک په دې باندې پوه شي، چې تش لاسونه دې نړۍ راغلی وم او له دې دنیا څخه تش لاسونه بېرته ځم .