لای فای به تر وای فای سل ځلې تېز سرعت لري!
د ټکنالوژي په پرمختګ سره به له دې وروسته د ډيټا د انتقال لپاره د راډيويي څپو پر ځای له نور څخه استفاده کېږي. د بي بي سي د راپور له مخې په دې ټکنالوژي کې به د معلوماتو انتقالول د لای فای (Li-Fi) په نامه يادېږي او تر اوسنيو وای فای انټرنيټ څخه به سل چنده تېز وي، لای فای چې د Light Fidelity لنډيز دیپه ثانيه کې به يو GB رفتار ولري ،په دې سره به (د نن – سبا) په ښه کوالټي فلم په يوه ثانيه کې را ډاونلوډ کولای شو. ددې ټکنالوژي څخه د استفادې لپاره برېښنايي LED ګروپونو ،د نورحسګر او انټرنيټي ارتباط ته ضرورت دی . دا بريالی ازمايش د استونيا هېواد په پلازمېنه ټالين کې د Velmenni کمپنۍ لخوا ازمويل شوې ده ، د همدې څېړنو له مخې دا سرعت کېدای شي تر ۲۲۴ جي بي په ثانيه کې په راتلونکو وختونو کې هم ورسېږي.
د لای فای ټکنالوژي به په يوه اداره کې د ټولو کارمندانو او په يوه صنعتي ځای کې د روښنايي او انټرنيټ دواړو لپاره وکارېږي د Velmenni کمپنۍ مشر ديپاک سولانکي وايي چې د لای فای خدمات به تر راتلونکو دريو ، څلورو کلونو پورې په عام ډول بازار ته عرضه شي.
نوراحمد عایل