ټولنه

دا ۸ عادتونه پرېږدئ، چې ژوند مو پرمختګ وکړی!

لیکنه: شبیراحمد سليمي نړیوال

۱ – وخت مو له بې ځایه خلکو سره مه ضایع کوئ.

ژوند ډېر لنډ دی، او کارونه یې ډېر دی او تل یې مسوولیتونه ډېر وي هغه ته باید ورسېږئ او په داسې توګه یې ترسره کړئ چې ژوند مو ورسره پرمختګ وکړي. او تل له هغو کسانو لېرې اوسئ چې کومه ګټه یې درته نه رسېږي او یا هم داسې کوم څه ترې نشي زده کولای چې هغه  درسره مرسته وکړي. هغوی پرېږدئ چې وخت مو در ضایع کوي.

۲ – له خپلو ستونزو مه تښتئ.

تل دا هڅه وکړئ، چې خپلو ستونزو لپاره د حل لاره پیدا کړی، او مه ترې تښتئ. داسې ستونزه نشته چې د حل لاره د ونه لري په لټه کې شئ او ځان ترې وباسئ چې ژوند کې پرمختګ وکړي.

۳ – ځانته مو دروغ مه وایئ.

هېڅ کله هم دا هڅه مه کوئ چې ځانته مو دروغ ووایئ؛ تل پدې لټه کې واوسئ هر څه مو چې د ژوند په اړه رښتیا دی هغه مو تل په ذهن کې د ځان لپاره وساتئ او تل یې د خپلو ستونزو او اشتبهاتو په مقابل کې ځانته رامخته کړئ او خپل ژوند ته مو پرمختګ ورکړئ.

۴ – تېر وخت مو هېر کړئ.

تل مو خپل تېر وخت هېر کړئ هغه ماتې او له ژوند نه مو چې ستړی وی، هغه له یاده وباسي او هر سهار د نوي پیل په تمه اوسئ او د یوه نوي پیل په هڅه کې و اوسئ چې ژوند کې مو پرمختک وکړي.
۵ – نورو خلکو ته مو د ځان په معرفي وخت مه ضایع کوئ.

ځینې خلک تقریبا ټول ژوند یې د ځان په معرفۍ کې تېر شي خو لدې ډېرې معرفي سره یې د مرګ تر ورځې څوک وهم نه پېژني تل هڅه وکړئ؛ چې خلکو ته ځان په عمل کې معرفي کړی ستا د خولې نه د خپلې معرفي ارزښت کم دی نو دا هڅه وکړئ چې خلک دې په معرفي ځانونه ستړي کړی دا هېڅ ستونزمنه نده چې د خپل ځان د خلکو په منځ کې د ستایلو وړ کړی.

۶ – ډېر مه ورخطا کېږئ.

ځینې کسان ورخطا پیدا شوي دی، او ورخطا مړه شي د هر څه په اړه چې فکر کوي او تل ورته ورخطا وي دا اصل مو له ژونده وباسئ چې د ژوند په ارزښت باندې پوه شی او ژوند مو پرمختګ وکړي.

۷ – د هغه څه په اړه فکر مه کوئ چې په راتلونکي کې یې د پېښېدو احتمال وینی.

ځینې خلک پدې فکر کې وي چې په راتلونکي به څه راته پیښ شي او څه به راسره وشي، دا د راتلونکي ستونزې د حل لاره نه شي کېدی د اوس په اړه فکر وکړئ او راتلونکي ته هیله ولرئ او تل د راتلونکي لپاره خوشحاله او مثبت فکر پرې وکړئ.

۸ – د تېرو تېروتنو لپاره مو تشویش مکوئ.

هر څه چې تېر شول هغه بېرته نه راګرځي او نه هم بیرته اصلاح کېږي نو هېڅکله یې هم په اړه فکر مه کوئ د حال په فکر کې اوسئ او راتلونکي ته هیله ولري نو هېڅ کله هم د تېر وخت او د هغه ستونزو او تېروتنو په اړه فکر مه کوئ. چې ژوند کې مو بریالي او پرمختګ وکړی.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button