پاموړ
ولې د امبولانس موټر په مخه امبولانس کليمه سرچپه ليکلې شوې وي ؟!

يوه ملګري پوښتنه کړې وه!
ارومرو مو ليدلي دي چې د امبولانسونو مخې ته ليکل که په انګرېزي الفبا وي يا په عربي الفبا سرچپه ليکل شوي وي، او ايا کله مو په دې اړه فکر کړی دی چې ولې دا ليکل سرچپه شوي دي؟ ، دا ددې لپاره سرچپه ليکل شوي دي، چې هغو کسانو ته چې په لويو لارو او سړکونو کې له امبولانس څخه مخکې ډرايوينګ کوي (موټرچلوي) ، د هغو موټرونو په عقب نما هنداره کې يا د موټر د منځ په هنداره کې ورته د Ambulance ليکل راسته (سم) ښکاره شي او امبولانس ته لاره ورکړي، ځکه کېدای شي له امبولانس څخه مخکې موټر ونه غواړي چې کوم موټر ترې مخکې او يا يې هم کراس یې کړي ددې لپاره چې مخکني موټر ته د امبولانس ليکل په عقب نما يا د موټر د منځ په ائينه (هنداره) کې په راسته لوري(Ambulance )ښکاره شي دا ليکل ځکه سرچپه شوي دي.
نوراحمد عایل