افغانستانسلايډ

ولايتي شورا: لښکرگاه لا هم محاصره دی

د هلمند سلگونو اوسېدونکو پرون د لښکر گاه ښار په کرزي لوبغالي کې د «هلمند خلاصون» په نامه يوه اعتراضي غونډه کړې او پر امنيتي مسوولينو يې نيوکه کړې، چې دې ولايت ته پاملرنه نه کوي.

دوی وويل چې د قوماندانانو بې کفايتي د دې لامل شوی، چې وسله وال طالبان لښکرگاه ښار همداسې محاصره وساتي. هغوی له امنيتي مسوولينو وغوښتل چې کوم کسان چې د ولايت په امنيت ساتنه کې بې غوري کوي، عدلي او قضايي ارگانونو ته دې ور وپېژندل شي.

د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مسوول بشير احمد شاکر په دې غونډه کې وويل: «د چارواکو د نه پاملرنې له امله د ولايت شمالي او جنوبي ولسوالۍ طالبانو نيولي». نوموړي زياته کړه، چې که په ولسواليو کې ذوالفقار عملياتو ته پام شوی وی، جگړه به د لښکرگاه تر دروازو نه رارسېدی.

د هلمند يوه مدني فعال سردار محمد همدرد غونډه کې وويل: «د مرکزي حکومت چارواکي دې يا د دې ځای خلک حمايه کړي، يا دې يې خپل کار ته پرېږدي، تر څو خلک خپله د خپل ځان د امنيت غم وکړي». د لښکرگاه خلکو څه موده مخکې ويلي وو، چې که دولت يې غم ونه کړي، دوی به طالبانو سره يو ځای شي. ښاغلي همدرد زياته کړه، چې «فاسدو او بې کفايته قوماندانانو» هلمند ته اور اچولی دی.

خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک د لښکرگاه د دغو اوسېدونکې خبرې رد کړې او ويې ويل چې امنيتي مسوولين په خپله دنده کې هيڅ ډول بې غوري نه کوي.

د هلمند جگړه چې له تېر کال راهيسې ورځ له بلې ډېرېږي، چارواکي په کې تورن دي، چې نه غواړي دا جگړه پای ته ورسوي. دې جگړې ته د ولسمشر غني له لوري استول شوي اوپراتيفي مسوول عبد الجبار قهرمان څه موده مخکې دا جگړه «جعلي او تجارتي» وبلله او څرگنده يې کړه، چې چارواکي يې د خپلو گټو لپاره جاري ساتي. نوموړي له دې څرگندونو سره سم له خپلې يادې دندې استعفا ورکړه.
امنيتي ځواکونه په داسې حال کې هم د لښکرگاه د محاصرې پر ماتولو نه دي توانېدلي چې پنځه سوه امريکايي پوځيان دا مهال هلمند کې مېشت دي او د راپورونو له مخې جګړه کې گډون کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button