خبرونهسلايډ

دوستم پر ولسمشر غني توندې نیوکې کړي

د ولسمشر دویم مرستیال جنرال دوستم پر ولسمشر اشرف غني توندې نیوکې کړي او زیاته کړې یې ده چې هیڅ واک نه لري او ټول واک او صلاحیت ولسمشر خپل ځان سره ساتلی دی. جنرال دوستم دغه څرگندونې په یوې غونډه کې کړي چې د غونډې ویډیو د جنرال دوستم د دفتر د رسنیو د مسوول عنایت الله بابر له لوري خپره شوې ده.

جنرال دوستم خپلو پلویانو ته ویلي چې په راتلونکو څلوېښت ورځو کې د جنبش گنگره راوغواړي او کومه فیصله چې گنگره وکړي هغه به عملي کړي. دوستم وايي که چېرې له واک او صلاحیت ورنه کړل شي نو ښايي چې له خپلې دندې لاس په سر شي.

تر دې مخکې د اگسټ په یوولسمه نېټه اجراییه رییس هم پر ولسمشر توندې نیوکې کړې وې او د ملي یووالي د هوکړه لیک د عملي کولو لپاره یې جدي غوښتنې کړې وې چې له هغې وروسته تر دې دمه د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ څلورې ناستې شوي او تر منځ یې اختلافات تر یوه حده کمې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button