د ډيسکټاپ او لپ ټاپ کمپيوټرونو لپاره بې غږه ماوس!
ځينو خلکو ته د ماوس کلیک کول ښه نه اېسي او نه غواړي چې د ماوس د کلیک کولو غږ واوري.
د لاجټيک په نامه کمپنۍ د ټيکنالوجيکو توکوپه نړيوال نندارتون IFA 2016 کې چې نن سبا روان دی، دوه ډوله ماوسونه نندارې ته وړاندې کړل چې M220 Silent او M330 Silent Plus نومېږي.
دا ماوسونه ددې لپاره جوړ شوي چې د ماوس د کليک غږ مخه ونيول شي او ۹۰ فيصده یې غږ له عادي ماوسونو څخه کم دی.
دا ماوسونه په بېسيم ډول بې له کومې وسيلې له Windows, MacOS, Chrome OS, Android, Linux سره وصل کېږي. د M220 ماډل بيه ۲۴ ډالر او د M330 بيه ۲۹ ډالر بيه لري. خو په دې نندارتون کې يو بل ماوس چې M720 Triathlon نومېده په يو وخت کې له دريو دستګاوو سره وصل کېدای شي، تاسې کولای شئ د (پې سی) ، لپ ټاپ او ټبليټ تر منځ خپله يوه بل ته په ماوس کې د نصب شوي بټن سره واړوئ ، ددې ماوسونو بيه ۶۹ امريکايي ډالر ده.
نور احمد عایل