دا ۸ زهرناکه کسان مو له ژونده وباسئ
د دې اتو زهرناکو کسانو تر څنګ شتون ستاسو انرژي ختموي، دا ډول خلک کولای شي ستاسو په آراده باندې منفي تاثیر واچوي، له همدې امله له هغه چاسره چې کار درسره کوي په انتخاب کې له احتیاطه کار واخلئ.
تاسو هم شاید داسي کسان پیژني، کارکونکي او یا مو هم ملګری وي. که ژر تر ژره مو هغه له خپل ژوند نه وباسئ، دا به بهتره وي. پدې لیکنه کې به تاسي له ۸ داسې زهرناکو شخصیتونو سره آشنا کړو، چې ممکن ستاسو د ژوند د بریاوو خنډ وکرځي.
۱ – قضاوت کوونکی شخص
قضاوت کوونکي کسان هر هغه څه او هرهغه کس یې چې مخې ته راځي په هغوي باندې اعتراض کوي، تاسي شاید هر څه ورته واضع او په دقیقه توګه بیان کړي؛ خو ستاسي توضیات او څرګندونې به په یوه غوږ اوري او له بل غوږ نه به یې وباسي. دا ډول خلک مخکې لدې چې ستاسي څرګندونې واوري دوی خپل قضاوت کړي وي. او قضاوت کوونکي کسان ښه اورېدونکي ندي، او کله چې له نورو خلکو سره اړیکه نیسي یو نامناسب او بیړني عمل ترسره کوي. له یوه قضاوت کوونکي شخص نه مشوره اخیستل په تمامه معنا د خپل وخت ضایع کول دی.
۲ – بدنیتی شخص
ژوند کې ډېر کراړونه راځي، هغه کسان چې د ژوند په سختیو کې ستا ملاتړي وي؛ دا ستاسو لپاره یو لوي ارزښت دی. او هغه کسان چې د بریالیتوب په وخت کې تاسو ته مبارکۍ درکړي او ومو هڅوي، په هماغه کچه اړین دی. بدنیتي کسان هېڅکله هم ستاسو په بریاليتوب باندې نه خوشحاله کیږي. او هغوي دا حس له ځانه سره لري چې باید ټولې بریاوې زما وای.
۳ – کنترول کوونکی شخص
د کنترول کوونکو کسانو دا هېڅ کله هم نه خوښیږي؛ تر څو د چا خبرو ته غوږ شي. او مجبور هم ندي، ځکه په خپل عقل یې دوی په هر کار پوهیږي، او د هر کار په کولو کې طاق دی. داسي کسان د هرچاته د سر درد جوړولای شي.
یو کار کول داسي کارکونکو ته اړتیا لري، چې ټولو قوانیو ته غوږ شي او په هغه باندې عمل وکړي. که تاسي هم په خپل کاروبار کې له داسې کسانو سره مخ یاست د بریالیتوب هیله مه لرئ.
۴ – مغرور شخص
پر ځان باور، غرور او کبر په تېروتنه کې هم په یوه معني مه کاروئ، هغه کسان چې په ځان باور یې لوړ وي نورو ته هم الهام ورکوي؛ پداسې حال کې چې مغرور او کبرجن کسان نورو ته آزار رسوي. هغه کسان چې په دوی کې د ځان لوړ ګڼلو احساس موجود وی، له خپلو اطرافیانو نه بدتره دی. داسي کسان کولای شي هم د یوه چا ژوند ته ضرر ورسوي، او هم په یوه کار کې د ګډوډي لامل ګرځېدلي شي.
۵ – قرباني شخص
هغه کسان چې په ټولو شرایطو کې ځان د هر شي قرباني بولي، او خپلې ټولې تېروتني پټوي او نور خلک ملامت ګڼي؛ دا ډول کسان د زهرناکو کسانو له خطرناکې ډلې څخه دی، هغوي هېڅکله هم د خپلي تېروتني مسوولیت په خپله غاړه نه اخلي او تل نور خلک ملامت ګڼي. دا عادت په یو کاري چاپیریال کې ددې سبب ګرځي چې نور کسان هم هڅه کوي په هغه باندې چې کوم تور لګېدلي وي له ځانه لیرې کړي او په نورو باندې یې واچوي. او که دا کار همداسې ادامه پیداکړي او بلاخره کاري چاپیریال له منځه وړي. هغوي مو له خپل ژوند نه وباسئ تر څو په راتلونکي کې له کومې لوې ستونزي سره مخ نه شې.
۶ – د منفي کرکټر لرونکی شخص
هغه کسان چې تل د پېښي منفي اړخ ته ګوري، او تل منفي فکر لري بلاخره ستاسو مثبته انرژي ختموي. او هغوي د خپلو ملګرو د روحیې په خرابدیو کې د رضایت احساس کوي. او تاسي به هېڅکله هم د داسي کس له خولې نه د حمایت او یا هم تشویق څه وانه وري، او داسي منفي فکر لرونکي کسان ستاسو ټولي نظریې تر پوښتني لاندې راولي؛ د تشویق،حمایت په ځای درته دماتې ټول احتمالي پایلې بیانوي. هغوي چې په هر ځاي کې وي د هر چاپیریال مثبته انرژي له منځه وړي.
۷ – دروغجن شخص
هر څوک باید بریا ته د رسېدولو په خاطر شاوخوا کې بریالي کسان ولري، چې په ځان باور ولري او په هغوی باندې یو وخت حساب هم وکولای شي. تاسو هېڅ کله هم نشي کولاي په دروغجنو کسانو باندې باور وکړی، او په هغه باندې حساب کول خو امکان نلري؛ ځکه هېچکله هم پدې نه پوهیږی چې رښتیا وایې که دروغ. دا د باور نه شتون تاسو به ډېر ژر مجبور کړي چې دا دروغجن کسان مو له ژونده لیري کړي تر څو نور هېڅکله هم مجبور نشي چې ددې په اړه فکر وکړي چې رښتیا وایې که دروغ.
۸ – چغلیګر شخص
هغه کسان چې د چا په غیاب کې په هغه پسي اوازي خپروي، دوی په خپله هم د کمزوي احساس کوي. او هغوي نشي کولای کله چې حقیقتونه ترڼګلي شي چې څه ډول حقیقت له دروغو نه جلا کړم. پدې توګه غلط معلومات تر خلکو رسوي او دا کار ډېری خلک په غوسه کوي او حتی د دوښمنۍ د رامنځته کېدو باعث ګرځي. د داسي کسانو شتون ستاسو په کاري چاپيریال کې ډېر ګډوډونکي وي، او ډېری یې د سرطان په شکل په چاپیريال کې وده کوي او منفي چاپیریال رامنځته کوي.
له پورتنیو مواردو نه چې هر یو درته په کوم کارکونکي که ښکاره پدي پوه شئ، چې په نږدی کسانو کې مو زهرناک هم شته. تاسو باید د هغه د لیري کولو معادله جوړه کړئ، او لدې کار سره به مو تاسي ۱۰۰ په سلو کې خپلې ټاکلې موخې ته ورسیږي.
ژباړه: شبیراحمد سلیمي نړیوال