د امریکا د دفاع وزارت «پنټاگون» له لوري په خپاره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د اگسټ په ۲۳ هلمند کې وژل شوی امریکايي سرتېری «ستاف متاوي تامسن» د ځانگړو ځواکونو غړی وو.
ستاف متاوي تامسن د تېرې چهارشنبې په ورځ د هلمند د مرکز لشکرگاه تر څېرمه د سړک د غاړې بم د چاودنې پېښې کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او ورسره یو بل امریکايي او شپږ افغان سرتېري ټپي شوي دي.
۲۸ کلن تامسن د امریکا د کلیفورنیا ایالت اوسېدونکی وو او په ۲۰۱۱ کال کې یې د امریکا د پوځ غړی شو. تامسن په عراق کې د داعش په وړاندې هم جنگېدلی او له هغه ځایه افغانستان ته راگرځېدلی وو. تامسن د امریکا په پوځ کې د پرپل هارت او برونز ستار په نامه مډالونه هم تر لاسه کړي دي.