داسې بکسونه چې لپ ټاپ کمپيوټرونه چارج کوي!
د ډيجيټل ټرېنډ د خبر له مخې ايچ پي کمپنۍ د لپ ټاپ کمپيوټرونو لپاره داسې بکسونه جوړ کړي چې ياد کمپيوټرونه چارج کولای شي.
دا بکسونه چې ډېر په اساني يې وړلی شئ د لپ ټاپ عادي بکسونو ته ورته دی او يوه قوي 22,400mAh يوه بېټرۍ پکې نصب شوې ده ، چې کولای شئ لپ ټاپ مو پرې چارج کړئ.
او که مو د لپ ټاپ پرځای سمارټ موبايل ورته کېښود ۱۰ ځلې یې درته چارج کولای شي، ټبليټ مو دری ځله او لپ ټاپ مو يو ځل له صفر څخه تر ۱۰۰ فيصده چارج کوي.
دا بکس د لپ ټاپ د ډېرې ګرمېدا د مخنيوي لپاره د تودوخي د وتلو سيستم هم لري او لپ ټاپ په نورماله تودوخه کې ساتي. بيرته د بکس بېټرۍ له برېښنا څخه چارج کولای شئ.
دا بکسونه به په ځانګړي ډول د مساپرو لپاره ډېر ښه وي چې په سفر کې د لپ ټاپ د بېټرۍ ختمېدا له غمه خلاص وي.خو په چيک پواينټونو کې به مو کله،کله له پوليسو سره لږ په مشکل کې را ايساروي.
د راتلونکي سپتمبر په ۱۴ مه نېټه به بازار ته راشي خو وار له مخه هم په امازون ويب پاڼه کې د اخيستلو فرمايش ورکولای شئ.
بيه یې ۲۰۰ امريکايي ډالر ده،
نور احمد عایل