خبرونه
ایټالیې کې زلزلې درانه زیانونه اړولي
یوې زورورې زلزلې چې ۶.۲ میگناچیوته اندازه یې وه د ایټالیې مرکزي برخې ته یې درانه زیانونه اړولي دي. د لومړیو راپورنو له مخې تر دې دمه ۳۷ کسان مړه او پاتې نور ډېر د خارور لاندې بېدرکه دي.
د امریکا د ځمکې پېژندنې د راپور له مخې د زلزلې عمق یوازې لس کیلومتره وه چې له امله یې د ښار ودانیو ته ډېر زیان اوښتي دي. راپورونه زیاتوي چې د ایټالیې د ښار ودانۍ شاوخوا ۲۰ ثانیو پورې خوځېدې.
د ایټالیا ښاروال له آر ای آی راډیو سره وویل چې د ایټالیا د مرکز برېښنا پرې او د ودانیو له خاورو څخه د ټپیانو د راوېستلو لپاره گړندي کارونه روان دي.
په ۲۰۰۹ کال کې زلزلې د ۳۰۰ کسانو ژوند په ایټالیا کې واخیست.