ټولنه

ځینې عادتونه مو هدف ته له رسېدو راګرځوي

ژباړه: یعقوب خالقي

هر انسان په خپل ژوند کې بیلابیلې موخې لري او د رسېدو له پاره یې هڅې کوي خو له ستونزو سره مخامخ کیږی.

ځیني خو په ژوند کې د اقتصاد د پیاوړتیا، ځیني د روغتیا او ځیني بیا په نورو برخو کې موخې ټاکي خو د خپلو خوبونو په ریښتیا کېدو کې یې ځیني خنډونه رامنځ ته کیږي او موخو ته په رسېدو کې شا ته پاتې کیږي.

هغه نهه بد عادتونو ته مو متوجه کوو چې موخو ته په رسېدو کې ستاسې مخنیوی کوي خو له دغو عادتونو د ژغورلو لارې هم شته.

۱ – تر نامالومې ورځې د موخې ځنډول

(یوه ورځ) دا یوه داسې اصطلاح ده، چې په جنتري یا کلیزه کې نه ښکاري.

که تاسې ووایاست چې دا کار به یوه ورځ وکړم نو په دې سره تاسې هیڅکله خپلې موخې ته نشئ رسېدای، له یو ښه هوډ سره باید یو روښانه پلان وي.

حل لاره:

که ټاکل شوې موخه مو ډېره مهمه وي، نو یو مهال وېش ورته جوړ کړئ.

که تاسې د خپل هوډ په اړه نن څه نشئ کولای، نو بیا لږ تر لږه خپل ځان ته دومره ووایاست چې کومه ورځ به پرې کار پیل کړئ.

که ستاسې زوی ښوونځی پیل کړی او په دې وخت کې تاسې وغواړئ پوهنتون پیل کړئ نو بیا په خپل هوډ کې په جدي توګه د (یوه ورځ) له اصطلاح ډډه وکړئ.

۲ –عملي اقدام ته انتظار کول

که تاسې وغواړئ تر هغې انتظار کوئ چې د ستونزمن کار د تر سره کولو له پاره د چمتوالي احساس وکړئ، نو ښايي انتظار کول مو ډېر وخت ونیسي.

حل لاره:

تر هر څه وړاندې خپل سلوک بدل کړئ،خپلې هیلې ته د رسېدو له پاره عملي اقدام وکړئ، ځکه ځیني وخت احساسات وروسته بدلیږي.

۳ – د سختو وختونو نه وړاندوینه

که تاسې غواړئ چې له لوی پور ځان وباسئ او یا هم د خپل وزن د کمولو له پاره هیله مندي ولرئ نو بدلون اسانه نه دی.

ښايي تاسې په دغو کارونو کې له ډېرو سختو ورځو سره مخامخ شئ، نو تاسې باید دا ومنئ چې ښايي خپلو موخو ته په رسېدو کې له سختو ستونزو سره مخامخ شئ.

حل لاره:

تاسې باید راتلونکي کې د داسې څه په اړه فکر وکړئ چې ښايي ستاسې له پاره د یو دام رول ولري. د دغې ستونزې له پاره باید تاسې مخکې له مخکې یو پلان جوړ کړئ. کله چې تاسې په یو پلان مخ ته ولاړ شئ، نو په خپل مسیر کې به د ستونزو پر وړاندې د ډاډ احساس ولرئ.

۴ – تیروتنې ته د ناکامۍ په سترګه کتل

په مستقیم مسیر پرمختګ ډېر کم وي خو ځیني وخت خلک داسې فکر کوي، چې یو قدم شاته کېدل یې ټولې هڅې په اوبو لاهو کوي له همدې امله دوی له خپل کړي هوډ اوړي.

حل لاره:

په دې پوه شئ چې ښايي خپلې موخې ته په رسېدو کې ځیني وخت ګډوډي وکړئ، خو هغه د ځان د ناکامۍ په مانا مه بولئ. تر ډېره په یو پلان کار وکړئ تر څو بېرته خپلو هڅو ته دوام ورکړئ.

۵ – خپلې موخې ته لومړیتوب نه ورکول

دا اسانه ده چې ووایئ بدلون به وکړئ، خو په اصل کې په اړه کار کول یې خورا توپیر لري.

تاسې باید پریکړه وکړئ، چې موخې ته په رسېدو کې کوم څه ته لومړیتوب ورکوئ او که نه نو خپل نیت به مو په ورځنیو فعالیتونو کې درنه ورک شي.

حل لاره:

لومړی دا روښانه کړئ چې هره ورځ باید یو قدم مخکې ولاړ شئ. ښايي تاسې جېم ته ولاړ شئ، د دندې اخیستلو هڅه وکړئ او یا هم د نوي کاروبار په اړه په څېړنو یو څه وخت تیر کړئ. هر فعالیت ته د وخت ځانګړي کول تر ټولو ښه او ګټوره لار ده.

۶ – موخې ته د رسیدو لپاره ستونزو ته په کمه سترګه کتل

نوې موخې ته د رسېدو په اړه فکر کول اسانه خو له ستونزو یې وتل ستونزمن دي.

که تاسې ووایاست چې دا به په ټوله کې ستونزمنه نه وي، دا تاسې له اصلي واقیعت لرې ساتي.

حل لاره:

د خپلې پیاوړتیا په اړه مو پر اعتماد مه شکمن کیږئ او دا هم باید په یاد ولرئ چې په خپل اعتماد کې مبالغه و نه کړئ. له ځان سره په یاد ولرئ چې خپلو موخو ته د رسېدو له پاره باید سخت کار وکړئ که څه هم تر دې وړاندې تاسې ورته خپل استعداد او وړتیاوې ارزولې دي.

۷ – تر پایلو وړاندې له خپل هوډ اوښتل

بې حوصله ګي د بدلون دښمنه ده، ډيری خلک خپلې موخې ته په رسېدو کې له صبر او حوصلې کار نشي اخیستی.

حل لاره:

دا چې تاسې د خپلو هڅو پایلې نشي لیدای نو دا په دې مانا نه ده، چې ستاسې هڅې په اوبو لاهو شوې دي. تاسې باید موخې ته په رسېدو کې له هغې هم ډېر صبر وکړئ چې تاسې یې وړاندوینه کړې ده.

۸ – تر وروستۍ کرښې وړاندې د خپل ځان زیانمول

د بریا په اړه ډار کېدای شي یوه واقعي ستونزه وي.

که تاسې احتیاط و نه کړئ نو ښايي موخې ته تر رسېدو وړاندې خپل ځان زیانمن کړئ.

شاید تاسې باور نه کوئ چې د بریا مستحق یاست او یا هم ښايي له تاسې سره دا ویره او ډار وي چې دغه بریا مو بل څوک در نه واخلي.

حل لاره:

تاسې د خپل تیر وخت په اړه چې یا مو خپلې تیرې موخې تر لاسه کړې او یا هم پکې ناکام پاتې شوي یاست، فکر وکړئ. د خپلو احساساتو پر وړاندې له ځان سره صادق اوسئ.

۹ – د ډېر لوړ لید لوري درلودل

که تاسې د خپل ژوند د بدلون په اړه ډېر زیات علاقمند وئ نو کېدای شي، خپل ژوند کې مو ډېرې لوړې موخې وټاکئ.

که تاسې ډېرې لوړې موخې وټاکئ او فکر وکړئ چې ډېر زر باید دغو موخو ته ورسیږئ نو تاسې مو ځان له ناکامۍ سره مخامخ کړی دی.

حل لاره:

پر لوړو موخو ډېر تمرکز کول مبالغه ده. کوچنۍ موخې وټاکئ او د هرې یوې لاس ته راوړل ولمانځئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button