راپورونو څرگنده کړې ده، چې امريکايي بي۵۲ الوتکو يو وار بيا د افغانستان خاوره کې بمبارۍ پيل کړې دي. امريکایي چارواکي وايي له دغو الوتکو د بيا لپاره د طالبانو په ځپلو کې کار اخلي.
افغانستان کې د امريکایي ځواکونو قوماندان ويلي چې دغه الوتکې يو ځل بیا لس کاله وروسته د افغانستان او عراق خاوره کې کاروي. امریکا دا کار وروسته له هغه کوي چې ولسمشر اوباما افغانستان کې مېشتو امريکایي ځواکونو ته د طالبانو پر ضد د هر ډول جنگي حربې د کارولو امر وکړ او اختيارات يې ورزيات کړل.
ويل کېږي چې امريکايي ځواکونو افغانستان کې له تېر جون راهيسې يو سل څلوېښت بمبارۍ کړې دي چې شاوخوا اته سوه بمونه يې ورولي دي. په دغو بمباريو کې د وسله والو سربېره ولسي وگړو ته درنه مرگ ژوبله اوړي، چې له امله يې د خلکو غصه راپارېږي.